د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په یوه مشورتي غونډه کې د څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان د وضعیت او سیمهییزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې افغانستان باید له جګړې، ترهګرۍ او نشهيي توکو پاک هېواد وګرځي، او له یوه خپلواک، بېپرې او سولهییز افغانستان یې ملاتړ کړی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د همدې لیدلوري په چوکاټ کې، له اسلامي امارت سره د عملي خبرو اترو، له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل او د تعامل د نورو میکانیزمونو په اړه هم بحث او ارزونه شوې ده.
په خبرپاڼه کې د سرګئي لاوروف په حواله راغلي: «په دې برخه کې، له اسلامي امارت (طالبانو) سره د عملي او واقعي خبرو اترو د ترسره کېدو لیدلوری، له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل، او د تعامل نور چوکاټونه تر بحث لاندې ونیول شول. همداراز ټینګار وشو چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د یوه خپلواک، بېطرفه او سولهییز افغانستان له جوړېدو ملاتړ کوي، داسې افغانستان چې له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو پاک وي.»
په همدې حال، یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې ثبات یوه جدي اړتیا ګڼي او ټینګار کوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د امنیت د ټینګښت په برخه کې پرمختګونه شوي دي. دوی زیاتوي چې د سیمهییزو همغږیو دوام کولی شي د تلپاتې ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو شونکی معینګل څمکنی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې او د امنیت ټینګښت په برخه کې پرمختګونه شوي دي او ګواښونه تر ډېره بریده کم شوي دي. د همکاریو او سیمهییزو مرستو په دوام سره، کولای شو د افغانستان د لا زیات ثبات زمینه برابره کړو، څو هېواد بیا د بحران او بېثباتۍ پر لور ولاړ نه شي.»
په داسې حال کې چې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو مرستیالان له افغانستان سره د څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي، اسلامي امارت څو ځله ویلي چې د هېواد امنیتي وضعیت ښه شوی، پر بېلابېلو برخو کنټرول پیاوړی شوی، او د سیمهییزو همکاریو او د تلپاتې ثبات پر لور د پرمختګ زمینه تر پخوا ډېره برابره شوې ده.
