مشعل: د پاکستاني سیاست د زړو نسخو وخت تېر دی

مشعل: د پاکستاني سیاست د زړو نسخو وخت تېر دی

د پاکستاني حکومت د تشکیل له لومړنیو ورځو راهیسې دغه هېواد افغانستان ته د رقیب په سترګه کتلي دي. دغه لیدلوري دوه بنسټیزې غوښتنې درلودې:
لومړی، یې پښتانه د ډیورنډ فرضي کرښې منلو ته اړ ایستل دي، چې د نړیوالې کرښې په توګه یې ومني. دویم، یې پر بهرني سیاست واک او کنټرول دی.
که د پاکستان د رامنځته کېدو تاریخ په بې‌پرې او علمي توګه وڅېړل شي، دا به ښکاره شي چې دا پروژه تر ډېره د دین تر چتر لاندې د خپل وخت یوه استعماري تګلاره وه. هغه تګلاره چې موخه یې د لوی هند وېشل، د پښتنو د لویې جغرافیې وېش، د بلوڅانو د ادارې کمزوري کول او په سیمه کې د یوه ستراتیژیک مرکز رامنځته کول وو.
پښتانه او بلوڅان هغه ملتونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې کړاوونه او برخلیک یو او سره ورته دي.
که نن ورځ اسلام‌اباد د خپل ستراتیژیک فکر پر پلي کولو بریالی شي، دا حقیقت به ومنو چې افغانان به د خپلې خاورې، عزت او استقلال په خاطر له داسې ځواک سره وجنګېږي، خپلې قربانۍ به ورکړي، خو هېڅکله به هم تسلیم نه شي.
له همدې کبله دا تصور چې دا ملت به د فشار، ګواښ او یا هم امنیتي سیاستونو له لارې له خپلې تاریخي موضوع تېر شي، له واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.
په داسې حال کې چې نړیوال او سیمه‌ییز نظم د ژور بدلون پر لور روان دی، هغه معادلې چې د پاکستان له پیدایښت سره رامنځته شوې وې، لاهم پر خپل ځای پاتې دي. دا مهال پاکستان هم له ژورو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی. نوې نظریې ښيي چې د پاکستان تر مرزونو محدودې شخړې به په نږدې راتلونکي کې د دغه هېواد تر دننه پورې هم ورسېږي.
افغان ملت دا مهال د بل هر وخت په پرتله پوهېږي چې د ډول ډول ستونزو تر شا څومره سیمه‌ییزې شخړې او غوښتنې پرتې دي.
دا مهال هغو کیسو، چې لسیزې یې د اسلام په نوم ترې کار اخیستل کېده، نور اغېز له لاسه ورکړی دی. حقیقت دا دی چې دا مهال د اسلام اخلاقي او معنوي منبر له کابل سره دی، نه هغه ځای کې چې دا چاره یې د خپلو سیاسي پروژو لپاره کاروله. اسلام د واک او نفوذ ترلاسه کول نه دي، بلکې د عدالت، ورورولۍ او انساني کرامت پیغام دی.
لاهم ناوخته نه ده. پاکستان ته تر ټولو عاقلانه لار دا ده چې افغانستان د یوه خپلواک، عزتمند ګاونډي په توګه ومني او په خپلو اړیکو کې ورسره د دوه‌اړخیز احترام، اقتصادي همکاریو او ګډو ګټو په چوکاټ کې اړیکې وساتي.
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د همدې ملت په برکت خپل یووالی ساتلی دی. له همدې کبله زه په دې باور یم چې که د سیمې تازه او نوي واقعیتونه له پامه وغورځول شي او پر ځای یې د غرور، فشار او استعمار زړې نسخې وکارول شي، لرې نه ده چې همدغه بدلونونه به لومړی زاړه جوړښتونه له منځه یوسي.
د سیمې راتلونکې تګلاره د زور له لارې نه، بلکې د واقعیتونو په منلو او پر دوه‌اړخیز احترام ولاړه ده.
عاطف مشعل
پاکستان کې پخوانی افغان سفیر

مطالب بیشتر:  اسلام‌آباد ته د کابل خبرداری؛ د اړتیا په صورت کې به زموږ ځواب پوځي وي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *