وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ په هرمز تنګي کې د ټولو مایونو د پاکولو ادعا وکړه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریبابادي دا ډول پروپاګند بللي او زیاته کړې یې ده چې که امریکا رښتیا هم د مایونونو د پاکولو اقدام کړی وي، نو بیا ولې لا هم هېڅ بېړۍ نشي کولی له هرمز تنګي تېره شي؟
غریبابادي په هرمز تنګي د تګ راتګ لپاره د نوي مسیر د رامنځته کولو په اړه د ایران او عمان ترمنځ هوکړې ته په اشارې ویلي چې د دې هوکړې د وروستي کېدو په صورت کې به هم، هرمز تنګی تړلی وي.
په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف، د عراق د قضایي عالي شورا له مشر سره لیدنه کې ویلي چې امریکا به د پوځي ډګر په څېر په اقتصادي ډګر کې هم ماتې وخوري. ښاغلي قالیباف د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې پر ایران یې وروستي بندیزونه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د متحدینو د «نورماندي عملیاتو» په څېر بللي وو، زیاته کړې چې دا نورماندي نه ده؛ بلکې د فیالبدهه خبرو یوه شپه ده او بسنټ خپله لیکل شوې وینا هم هېره کړې ده.
«لکه څنګه چې امریکا په پوځي او سیاسي جګړه کې یې ماتې وخوړه، په اقتصادي جګړه کې به هم ماتې وخوري. دا عادي خبره نه ده؛ دا د فیالبدهه خبرو یوه شپه ده او تاسو خپله لیکل شوې وینا هېره کړې ده».
د ویلو ده چې ایران او امریکا په دې وروستیو کې د پوځي اقداماتو پر ځای اقتصادي جګړې ته مخه کړې او دواړه لوري پر یو بل د فشار ور وړلو هڅې کوي. په ورته وخت کې، د هرمز تنګي وضعیت لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو اصلي ټکی دی. د خبرو د بیا پیل لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې روانې دي، خو شته اختلافات یوې پایدارې هوکړې ته د رسېدو په پار، تر ټولو جدي خنډونه بلل کېږي.
