کابل؛ افاق خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال شهابالدین ثاقب ترکیه کې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال مصطفی توزجو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د ګډو نندارتونونو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو (B 2 B) او د سوداګرۍ د پراختیا کنفرانس پر جوړولو او د افغانستان او ترکیې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مخامخ لیدنو د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د ګمرکونو، ترانزیټ او ترانسپورټ په برخو کې د شته ستونزو پر حل او د سوداګریزو توکو د لېږد برخه کې د اسانتیا لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د فعالیت زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت لخوا د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاووې برابرې شوې دي. نوموړي همدارنګه د ترکیې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.
په دې لیدنه کې د افغان لوري لخوا د ترکیې د سوداګرۍ وزارت مرستیال ته کابل ته د سفر بلنه هم وکړل شوې او ترکي چارواکو هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او هېواد ته د کاري او سوداګریزو سفرونو ترسره کولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
