کابل؛ افاق خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې اووم کنفرانس په څنډه کې د کینیا جمهوریت د کانونو له وزیر حسنعلي جوه، سره په لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا د پانګونې پر فرصتونو د کانونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په ځانګړي ډول د کاني محصولاتو د پروسس او صادراتو، د کرنیزو او صنعتي تولیداتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د افغانستان او کینیا د محصولاتو د حضور لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، عزیزي د هېواد تولیدي او صنعتي ظرفیتونو ته په اشارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، له کینیا څخه د چای او قهوې ترڅنګ د نورو محصولاتو پر واردولو او د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د کینیا د کانونو وزیر هم د همکاریو د پراختیا هرکلی کړی، او د کینیا د تولیدي محصولاتو لپاره یې د افغانستان د بازار پر ظرفیت او د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د هېواد د ترانزیټي او لوژستیکي موقعیت پر کارولو ټینګار کړی دی.
په پای کې دواړو لورو د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د بحث شویو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو په موخه د یوې ګډې کاري ډلې د جوړولو لپاره د یوه هوکړه لیک پر ترتیب او لاسلیک هوکړه کړې. ټاکل شوې چې د دغه هوکړه لیک مسوده د کینیا له لوري چمتو او د ارزونې او نظر څرګندولو په موخه له افغانستان سره شریکه شي.
