کابل؛ افاق خبري اژانس: د کانګرس دوو دیموکراټ غړو، یاسمین انصاري او روخانا، له کانګرس څخه غوښتي څو د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو تمویل ودروي؛ پهداسې حال کې چې قانون جوړونکي د ډسمبر تر ۱۱ مې نېټې وخت لري، څو د حکومت بودجه تصویب او د ځنډېدو مخه یې ونیسي.
انصاري په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې امریکایانو د نومبر دریمې نېټې په منځنۍ ټاکنو کې له جګړې سره خپل مخالفت په څرګنده توګه ښودلی دی. هغې له ایران سره په جګړه کې د ۲۳ امریکایي سرتېرو او په منځني ختیځ کې د زرګونو خلکو د مړینې، او د تېلو بیو د لوړېدو او د ژوند لګښت یادونه هم کړه ده.
روخانا بیا ویلي، باید جګړه پای ته ورسوو، د ویتنام جګړه د کانګرس لخوا ویتنام کې د جنګي عملیاتو لپاره د تمویل بندولو له لارې پای ته ورسېده. د هغې په وینا، باید په ایران کې هم د جګړې تمویل ودرول شي.
یادو قانون جوړونکو له کانګرس څخه غوښتنه کړې چې د ډسمبر له ۱۱مې نېټې مخکې اقدام وکړي، او په خبره یې دا سرچینې باید د جګړې پرځای کورنیو لومړیتوبونو ته ځانګړې شي. دوی ویلي، نور باید د امریکایي وګړو د مالیاتو یو ډالر هم په دې جګړه ونه لګول شي.
