کابل؛ افاق خبري اژانس: سویس د افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو، اساسي خدماتو ته د لاسرسي پراخولو او د خلکو لپاره د عاید راوړونکو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانیست.
په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي سویس انفو ته ویلي، چې دا دفتر له افغانانو سره د مرستو د پیاوړتیا لپاره پرانیستل شوی.
د مارکلي او د هغه د مرستیال په وینا، سویس افغانستان ته شاوخوا ۲۹.۶ میلیون ډالره بشري مرستې ځانګړې کړې، چې د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمیټې، نړیوال بانک او سیمهییزو ادارو له لارې خلکو ته رسېږي.
سویسي چارواکو ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره د دغه هېواد اړیکې د چاپېریال ساتنې، راستنېدونکو لپاره د ملاتړ او د ماین پاکۍ په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي.
