کابل؛ افاق خبري اژانس: د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اسلام اباد تړون نور د اعتبار وړ نه دی، خو ایران د خپلو اوو شرطونو د پوره کېدو په صورت کې د هرمز تنګي بیا پرانیستلو ته چمتو دی.
نوموړي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، ایران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د تهران لخوا د ټاکل شويو اوو شرطونو پوره کول اړین ګڼي. هغه ټینګار کړی، واشنګټن باید لومړی دا روښانه کړي چې تړون ته چمتو دی او د باور فضا رامنځته کړي.
د عراقچي په وینا، ایران چمتو دی څو د خپلو شرطونو د ضرب الاجل راټیټولو په شمول د هغه د پلي کولو په اړه خبرې وکړي؛ خو د یادو شرطونو د پوره کولو لپاره د اړتیا پر اصل خبرې نه کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د اسلام اباد پخوانۍ هوکړه نوره اعتبار نهلري، خود هغې اصول لاهم کولای شي د تهران او واشنګټن ترمنځ د راتلونکي احتمالي موافقې اساس جوړ کړي.
