کابل؛ افاق خبري اژانس: د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې، د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په وروستۍ لوبه کې لوبه له فلیپین سره ٢ – ٢ مساوي کړه.
سرچینه زیاتوي، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له څلور لوبو دوه ګټلې، په یوه کې یې ماتې خوړلې، او یوه یې مساوي کړې، چې له اووه امتیازونو سره یې له اندونیزیا وروسته د ګروپ دویم ځای ترلاسه کړی دی.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د میانمار په کوربهتوب په پنځو ګروپونو کې د ٣٥ هېوادونو په ګډون د نومبر میاشتې پر اتمه پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.
