کابل؛ افاق خبري اژانس: ملګرو ملتونو او یو شمېر بشري سازمانونو له اسراییلي چارواکو غوښتي چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د مېشتو اسراییلي وګړو د بریدونو مخه ونیسي؛ سږ کال د زیتونو د حاصلاتو په موسم کې دا بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اسراییلي وګړو د روان کال د زیتونو حاصلاتو په موسم کې له ۴۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي، چې د یو شمېر فلسطینیانو د مرګ ژوبلې یا یې د ملکیتونو د ویجاړېدو لامل شوي، چې دا د زیتونو د حاصلاتو راټولولو په فصل کې د بریدونو تر ټول لوړ شمېر دی.
ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو ټینګار کړی، چې اسراییلي چارواکي باید فلسطیني ملکي وګړي، په ځانګړې توګه بزګران، په لویدځه غاړه کې د اسراییلي وګړو له تاوتریخوالي خوندي کړي او دوی ته کرنیزو ځمکو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي وو، چې د اسراییلي وګړو بریدونو په لویدیځه غاړه کې سلګونه فلسطیني کورنۍ اړ کړي څو خپل کورونه پرېږدي.
