سنا ته د ټرمپ غبرګون؛ د پوځي واک محدویتونو پر ایران فشارونه پڅ کړل

سنا ته د ټرمپ غبرګون؛ د پوځي واک محدویتونو پر ایران فشارونه پڅ کړل

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې روانې دي، د امریکا سنا د ایران پر وړاندې د پوځي اقداماتو د محدودولو د یوې قطعنامې په تصویب سره یو ځل بیا جګړه او ډیپلوماسي د واشنګټن د سیاسي لانجو په محور بدل کړې ده. د امریکا سنا چې د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې ده، د سه شنبې په ورځ د ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو په اکثریت سره داسې طرحه تصویب کړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام د درولو غوښتنه کوي. دا طرحه تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې هم تصویب کړې وه. دغه رای‌‌اچونه دا مهال ترسره شوې چې د ډونالډ ټرمپ اداره هممهاله له ایران سره د یوې سولې هوکړې لپاره پر خبرو بوخته ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سنا د دې اقدام په غبرګون کې پر سناټورانو سختې نیوکې وکړې او دا یې د ایران د دریځ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر: «ما پر ایران داسې وضعیت راوستی و چې په بشپړ ډول تر فشار لاندې و، شاتګ ته چمتو و او نږدې و هر څه موږ ته راکړي. خو د امریکا سنا په تر ټولو بد وخت کې او د جګړې د واکونو د قانون په اړه په یوه بې‌معنا رای‌ګیري سره ایران ته دا پیغام ورکړ چې امریکا زما له اقداماتو راضي نه ده. هغوی په دې کار سره دښمن ته د مرستې ډاډ ورکړ».
هاخوا بیا، د ایران د پارلمان رییس او د دغه هېواد د مرکچي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف له سوېس او عمان څخه له ډیپلوماټیکو سفرونو وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره باکو ته ولاړ. د ایران د پارلمان رییس د ۴۰ ورځنۍ جګړې د پایلو په یادولو سره ټینګار وکړ چې په سیمه کې د بهرنیو قدرتونو حضور نه یوازې د ثبات په ټینګښت کې مرسته نه ده کړې، بلکې پخپله د ناامنۍ اصلي عامل دی.
«له روژې له جګړې (۴۰ ورځنۍ جګړې) وروسته څرګنده شوه چې هغه ځواکونه چې له زرګونو کیلومټرو لرې دلته راغلي، نه شي کولی امنیت ټینګ کړي او پخپله د امنیت ضد عواملو له جملې څخه دي او باید په سیمه کې له دې نوي لید څخه استفاده وشي».
بل لور بیا، د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې په سوېس کې پای ته رسېدلې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو لورو د ګډو کاري ډلو پر جوړولو هوکړه کړې، چې پکې اټومي موضوع او د بندیزونو د لرې کولو برخې هم شاملې دي؛ دا اقدام کولی شي د راتلونکو پړاوونو لپاره خبرو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ طرحه د ناکامۍ په درشل کې؛ آیا د غزې وېش طرحه عملي ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *