قطر: د اسراییلو دوامداره تېری د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي

قطر: د اسراییلو دوامداره تېری د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي

کابل؛ افاق خبري اژانس: قطر د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د مشرانو د بورډ په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د اسراییلو د دوامداره تېریو د مخنیوي لپاره جدي او چټک اقدامات وکړي.

په ویانا کې د قطر سفیر جاسم یعقوب الحمادي ویلي، پر غزې د اسراییلو بریدونه، په لوېدیځه غاړه کې د مېشتو اسرائیليانو تاوتریخوالی او د سوریې او لبنان د ځینو سیمو اشغال نړیوالو قوانینو او د عدالت اصول تر جدي پوښتنې لاندې راوستي.

قطر همداراز د حوثيانو لخوا پر سعودي عربستان او د ایران لخوا پر کوېټ او بحرین د بریدونو غندنه کړې او د دغو هېوادونو د امنیت او حاکمیت ملاتړ یې څرګند کړی دی.

دوحې ټینګار کړی، چې د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدل، د سیمه‌ییزو کړکېچونو پای ته رسول او د شخړو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اړینې دي.

مطالب بیشتر:  سوله او جګړه؛ تهران او واشنګټڼ بیا ګوته ماشه شول

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *