کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، له افاق خبري اژانس سره په خبرو کې د چین او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اړه راپورونه رد کړل. نوموړی وايي، د چین او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د تېر په پرتله پیاوړې شوې او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ په برخه کې هم ښیې اړیکې لري.
مجاهد زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پرمختګ په حال کې دي او په اړیکو کې د کړکېچ په اړه د ځانګړو ګړیو راپورونه ناسم دي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
د یادونې وړ ده چې د «اینټلیجنس آنلاین» په نوم یوې نشریې ادعا کړې، چې د چین او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د سیاسي او اقتصادي اختلافاتو د زیاتېدو له امله ترینګلې شوې دي.
