متقي: پاکستان د کړکېچ د حل لپاره د خبرو مخه نیسي

متقي: پاکستان د کړکېچ د حل لپاره د خبرو مخه نیسي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې په خپله تګلاره کې ناکام شوی او د ستونزو د حل لپاره د خبرو پر ځای د مذاکراتو بهیر له خنډونو سره مخ کوي.

نوموړي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیت په اړه د اسلام ‌اباد ادعاووې رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د کابل پر وړاندې خپله پالیسي له سره وارزوي.

متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له پاکستان سره د خبرو او د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو غوښتونکی دی، خو د ده په وینا، پاکستان د مذاکراتو مخه نیسي. هغه ویلي، د افغانستان تاریخ ښيي، چې هېڅ لوری نه دي توانېدلي خپلې غوښتنې د زور له لارې پر دغه هېواد ومني.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د اسلامي امارت ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې شوې او اوس په بېلابېلو هېوادونو کې د څه باندې ۴۰ سفارتونو او قونسلګریو چارې په واک کې لري.

مطالب بیشتر:  افغان اواک: امریکا په وروستیو ورځو کې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ډله اخراجوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *