کابل؛ افاق خبري اژانس: کورنیو چارو وزارت د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې له ۳۰۰ څخه د زیاتو امنیتي کمرو د نصب او فعالولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کمرې د ښاري امنیت ډاډمنولو، د غلا، تښتونې او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره نصب شوې او د نوري فایبر او انټرنیټ له لارې د کنټرول له مرکز سره وصل دي.
سرچینه زیاتوي، چې دا سیسټم د کمپیوټرونو او سمارټ موبایلونو له لارې د څارنې وړ دی او د شکمنو کسانو په پېژندلو او د جرمونو په څېړلو کې به اغیزمن رول ولري.
وزارت زیاته کړې، د امنیتي کمرو سیسټم به په راتلونکي کې د تخار ولسوالیو ته هم وغځول شي.
