کابل؛ افاق خبري اژانس: پخواني ډیپلوماټ عزیز معارج له افاق خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه یوازې پوځي اړخ نه لري، بلکې اقتصادي، تبلیغاتي او مطبوعاتي فشارونه هم د دې جګړې مهمې برخې دي. د نوموړي په باور، امریکا هڅه کوي د اقتصادي فشارونو او بندیزونو له لارې د ایران بنسټیز جوړښتونه کمزوري او دغه هېواد له داخلي بېثباتۍ سره مخ کړي.
معارج ویلي، د بندیزونو لګول، اقتصادي محاصره او د سوداګرۍ محدودول د جګړې هغه برخې دي، چې د یوه هېواد پر اقتصاد او زیربناوو ژور اغېز کوي. د نوموړي په وینا، اقتصادي جګړه ان تر پوځي جګړې هم ډېر زیربنايي زیانونه لرلای شي؛ ځکه د پانګونې، سوداګرۍ او تولیدي فعالیتونو د کمزوري کېدو لامل کېږي. هغه زیاته کړې، ښایي د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ تر ۲۰۲۷ یا ۲۰۲۸ کال پورې دوام وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران امنیتي او اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ شوی، پانګوال په دغه هېواد کې د پانګونې لېوالتیا نه لري، سوداګریز فعالیتونه کمزوري شوي او د نفتو تولید او مالي راکړه ورکړه هم د روان وضعیت تر اغېز لاندې راغلې ده. د هغه په باور، امریکا د اقتصادي او تبلیغاتي فشارونو له لارې هڅه کوي د ایران په کور دننه نارضایتي زیاته او د دغه هېواد سیاسي نظام له بېثباتۍ سره مخ کړي.
دغه پخواني ډیپلوماټ د چین او روسیې رول ته په اشارې هم ویلي، دغه هېوادونه هم له روان وضعیت څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخلي. د نوموړي په باور، د ایران او اوکراین جګړې په بېلابېلو برخو کې سره ورته والی لري؛ ځکه په دواړو جګړو کې د جګړې اصلي زیانونه د اړوندو هېوادونو پر خاوره تحمیل کېږي او نور زبرځواکونه د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره له دغه وضعیت ګټه اخلي.
معارج زیاته کړې، چې امریکا له یوې خوا پر ایران اقتصادي او سیاسي فشارونه زیاتوي او له بلې خوا د پوځي اقداماتو ګواښونه کوي، خو ورسره هم مهاله د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو غوښتنه هم مطرح کوي. د هغه په باور، دغه اقدامات د فشارونو او سیاسي معاملاتو یوه برخه ده او واشنګټن هڅه کوي د ایران پر سیاسي نظام او اقتصادي سرچینو خپل نفوذ پراخ کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ روان وضعیت یوازې پوځي جګړه نه ده، بلکې استخباراتي، سیاسي او اقتصادي لوبې هم پهکې روانې دي. د نوموړي په باور، د جګړې اصلي زیانونه د ایران پر خاوره او اقتصاد تحمیل شوي او د خلیج او عربي هېوادونو ترمنځ یې هم د دښمنۍ او بېباورۍ فضا پراخه کړې ده.
معارج په پای کې ویلي، د امریکا د فشارونو اساسي موخه د ایران په سیاسي نظام کې بدلون راوستل، د دغه هېواد اقتصادي او انرژۍ سرچینې کمزورې کول او په سیمه کې د خپل نفوذ پراخول دي. د هغه په باور، زبرځواکونه هڅه کوي له روان کړکېچ څخه د خپلو ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي.
