دیموکراټان په ۲۰۲۷ کې د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح پلان لري

دیموکراټان په ۲۰۲۷ کې د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح پلان لري

کابل؛ افاق خبري اژانس: ښايي د ۲۰۲۷ کال په پیل سره په کانګرس کې د دیموکراټانو لخوا د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ د استیضاح هڅې له سره پیل شي؛ دا اقدام له ایران سره په جګړه کې د هغه د رول او د نشه‌یي توکو د قاچاق په شک په کښتیو باندې د امریکا له خونړیو پوځي بریدونو سره تړاو لري.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، دیموکراټان پلان لري چې د کانګرس د نوې دورې له پیل وروسته د هغه د استیضاح لپاره لاره هواره کړي.

جمهوري غوښتونکي توماس مسي هم تر دې وړاندې د هګسټ د  استیضاح لپاره اته اتهامونه وړاندې کړي. په دغو تورونو کې د کانګرس له اجازې پرته د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو پیلول، د جګړې له قوانینو سرغړونه، په کښتیو بریدونه او له اداري واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه شامله ده.

د یادونې وړ ده چې د هګسټ استیضاح او ګوښه کول لا نه دي وروستی شوي. د استازو په جرګه کې د استیضاح له تصویب سربېره، د هغه د لرې کولو لپاره د سناتورانو دوه پر دریمه برخه رایې هم اړینې دي.

مطالب بیشتر:  پاکستان په کور دننه وسله‌والو بریدونو کې افغانستان او هند ښکېل بللي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *