کابل؛ افاق خبري اژانس: د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، مسکو چمتو دی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره خبرو ته زمینه برابره کړي.
هغې ټینګار کړی، د اختلافاتو حل باید له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو ترسره شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه هم د سیمې د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
زاخارووا دا هم ویلي، روسیه او پاکستان د مسکو فارمټ، د روسیې، چین، ایران او پاکستان څلور اړخیزه ډلې او شانګهای همکاریو سازمان په ګدون، د افغانستان امنیتي مسلې د دوه اړخیزو او سیمهییزو چوکاټونو له مخې همغږې کوي.
نوموړې مسکو فارمټ د سیمې هېوادونو د پراخ ګدون له کبله د افغانستان په اړه د مشورو لپاره یو مهم چوکاټ بللی دی.
