پاکستان: په ایکو سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډېدلی

پاکستان: په ایکو سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډېدلی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ادعا کړې، چې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی.

سجاد حیدر خان زیاته کړې، چې افغانستان د پاکستان لخوا د نه رسمیت پېژندل کېدو له کبله په اسلام باد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ غونډې ته نه و بلل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ذاکر جلالي ویلي، چې افغانستان به په تهران کې د دې سازمان په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د ایکو په سکرتریت کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او د بهرنیو چارو وزیرانو غونډو ته د ګډون لپاره د هېوادونو بلنه د ایکو سازمان د اصولو له مخې، د کوربه هېواد په کواک کې ده. هغه د افغانستان د غړیتوب د ځنډو دقیقه نېټه نه ده روښانه کړې.

مطالب بیشتر:  له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام د روسیې ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *