امریکايي سناتورې له ایران سره د جګړې لپاره د بودجې د بندېدو غوښتنه کړې

امریکايي سناتورې له ایران سره د جګړې لپاره د بودجې د بندېدو غوښتنه کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: دیموکراټې سناتور ټمي ډاکورټ له کانګرس څخه غوښتني، څو د ایران پر وړاندې د جګړې د بودجې بندېدو له لارې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې پای ته رسولو ته اړ کړي.

هغه چې د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمیټې غړې هم ده، ادعا کړې چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې له پیل راهیسې، هرې امریکایي کورنۍ د پټرولو او ډیزلو لپاره له ۱۲۰۰ ډالرو څخه ډېرې اضافي پیسې لګولې دي. نوموړې همدارنګه د ایران پر وړاندې جګړه غیرقانوني بللې او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تر دې مخکې په وار وار د ایران پر وړاندې د امریکا له جګړې دفاع کړې ده.

مطالب بیشتر:  رویټرز: ښایي امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو دفتر وتړل شي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *