له فرضي کرښې هاخوا د داعش پر پټنځایونو هوایي بریدونه؛ اسلام‌اباد د ترهګرۍ حامي که قرباني؟

له فرضي کرښې هاخوا د داعش پر پټنځایونو هوایي بریدونه؛ اسلام‌اباد د ترهګرۍ حامي که قرباني؟

د اسلامي امارت دفاع وزارت اعلان کړی، چې هوايي ځواکونو تېره شپه د پاکستان د بلوچستان او خېبرپښتونخوا ایالتونو پر ځينو سيمو هوايي بريدونه کړي دي. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملياتو کې د داعش ډلې اړوند هغه مرکزونه په نښه شوي، چې د افغانستان پر وړاندې یې د بریدونو په پلانولو کې رول درلود. د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې بریدونو کې د یادې ډلې مهم او سټراټیژیک اهداف په نښه شوي او یادو مرکزونو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې: «تېره شپه د لوی الله جل جلاله په نصرت د اسلامي امارت د دفاع وزارت د هوايي ځواک له لوري د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د ساعین بالفساد (داعشیانو) او شر و فساد هغه مراکز چې د ځینو شریرو استخباراتي کړيو په مرسته پکې د افغانستان په خاوره بریدونه پلان کېدل او په تېر کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي هم وو، تر سختو بریدونو لاندې ونیول شول.»

د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې له دې وروسته به افغانستان د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ او تهدید ته وخت ورنکړي او له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې به یې په نطفه کې له منځه یوسي.

ورته مهال د پوځي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې افغانستان حق لري د خپل امنيت د خوندیتوب لپاره د هغو ګواښونو پر وړاندې چې له دښمنانو سره تړاو لري، اقدام وکړي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ څرګندونو ته د ایران ځواب؛ آیا بله څپېړه به تر دې هم کلکه وي؟

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان حق لري چې د خپلو دښمنانو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي او اجازه ورنه کړي چې د دښمن عناصر او ډلې، که د نړۍ په هره برخه کې ځای پر ځای وي، د دې هېواد لپاره ګواښ رامنځته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان تل ادعا کوي چې د هغه پر ضد ترهګرې ډلې د افغانستان په خاوره کې فعاليت لري، خو دې موضوع وښوده چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم داسې ډلې شته چې د سيمې امنيت ګډوډوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د دفاع وزير، ملا محمد يعقوب مجاهد، روسيې ته له سفر وروسته ويلي وو چې له دې وروسته به هېڅ هېواد د افغانستان پر خاوره د برید او بمبارۍ جرئت ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *