د یوناما ماموریت پای ته رسیږي؛ شاهین یې پر رول ټینګار کړی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د پای ته رسېدو په درشل کې، د افغانستان د اسلامي امارت د قطر سفارت سرپرست او د ملګرو ملتونو لپاره معرفي شوی استازی، سهیل شاهین، وایي، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت دوام هغه وخت ګټور تمامېدای شي چې د افغانستان واقعیتونه په سمه توګه نړۍ ته ولېږدوي
سهیل شاهین وايي یوناما دې د افغانانو د غوښتنو په رڼا کې د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي، څو یې رول اغېزمن او د باوري شي.
شاهین ویلي: «په افغانستان کې د یوناما ماموریت خپل ځای لري، خو هغه وخت ګټور کېدای چې د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته په سمه توګه ورسوي، داسې تصویر وړاندې کړي چې د افغانانو د غوښتنو انعکاس وي او د همدې پر بنسټ د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي. دا ډول چلند به په پای کې د یوناما د فعالیت لپاره هم ګټور وي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی و چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې به د افغانستان په اړه دوه جلا غونډې ترسره کړي؛ لومړۍ به د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو، بشري وضعیت د ارزونې لپاره وي، او دویمه به د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه مشورې وي چې د جون په ۱۷مه یې له پای ته رسېدو مخکې پرېکړه وشي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله حکمت وایي: « که څه هم یوناما یو بشپړ او بېپرې بنسټ نه ګڼل کېږي، خو په اوسني وضعیت کې یې په افغانستان کې شتون ته اړتیا ده. د هغه په وینا، دا اداره کولی شي له نړۍ سره د افغانستان د تعامل په بهیر کې مرسته وکړي او د خلکو د ستونزو د مطرح کولو لپاره یو معتبر ادرس شي»
د امریکا له لوري د روان کال د مارچ په ۱۶مه د یوناما ماموریت د درې میاشتو تمدید وړاندیز شوی و، ترڅو یې د اوږدمهاله تمدید له پرېکړې مخکې د دې ماموریت فعالیتونه او لګښتونه وڅېړل شي.
له بلې خوا، د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اوتنبایوا له ماموریت وروسته چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پای ته ورسېد، د دې ادارې د مشرتابه څوکۍ لا هم تشه ده، چې دا وضعیت د ماموریت د تمدید له بحثونو سره یو ځای له نامعلوم حالت سره مخ شوی دی.
