د یوناما ماموریت؛ شاهین پرې نیوکې کړې

د یوناما ماموریت؛ شاهین پرې نیوکې کړې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت له غځېدو وروسته، د اسلامي امارت چارواکو له لوري د دې ادارې د فعالیتونو او کړنو په اړه نیوکې او بحثونه راپورته شوي دي.

تازه په قطر کې د اسلامي امارت سفیر او د حکومت له لوري د ملګرو ملتونو څوکۍ ته نومول شوي استازي سهیل شاهین، افاق خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې یوناما دې پر خپلو کړنلارو او فعالیتونو بیاکتنه وکړي او د افغانستان د شته واقعیتونو په پام کې نیولو، نړیوالې ټولنې سره د تعامل، اقتصادي ستونزو د حل، بشري مرستو د پراختیا او د هېواد د بیارغونې په بهیر کې لا اغېزمن رول ولوبوي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي: «د دې ادارې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو. هیله لرو چې یوناما په خپل کاري مېتود او فعالیتونو کې اغېزمن بدلونونه راولي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل د زیاتوالي، اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې او د بشري مرستو د پراختیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او همدارنګه له افغانستان سره د هېوادونو د همکاریو د پیاوړتیا او د هېواد د بیارغونې په بهیر کې رغنده او اغېزناک رول ادا کړي».
خو پوښتنه دا ده چې یوناما افغانستان کې د اوږده حضور او فعالیتونو په لرلو سره، ولې نه ده توانېدلې د پام وړ او اغېزناکې لاسته‌راوړنې ولري؟
د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: «په افغانستان کې د یوناما د څه باندې شل کلنې تجربې له مخې داسې ښکاري چې تر هغه وخته چې د دې ادارې په سیاستونو او کاري تګلارو کې بنسټیز بدلون رانه شي، دا اداره به ونه شي کولای د افغانستان خلکو ته اغېزمن خدمت وکړي. له اقتصادي پلوه د افغانستان یوه برخه خلک لا هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او د دغو مرستو یوه د پام وړ برخه د یوناما له لارې وېشل کېږي».

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوې؛ مالیزیا د همکارۍ ټټر وهلی

بل لور بیا د سیاسي چارو ځینې نور شنونکي باور لري چې له محدودیتونو سره سره، یوناما لا هم د بشري مرستو په همغږۍ او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په ساتلو کې مهم رول لري او د دې ماموریت دوام د افغانستان د خلکو په ګټه تمامېدای شي.
خلیل احمد نادم د سیاسي چارو شنونکی
«دا اداره له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په ټینګښت، د بشري مرستو په همغږۍ او د بشري حقونو اړوندو مسایلو په تعقیب کې مهم رول لري. له همدې امله، د دې ادارې د ماموریت غځېدل د افغانستان په ګټه تمامېدای شي. اوس تمه کېږي چې مرسته کوونکي هېوادونه د یوناما له لارې خپلې مرستې په منظم، شفاف او اغېزمن ډول د افغانستان خلکو ته ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې نېټې پورې وغځاوه. دغه پرېکړه‌لیک د شورا د ټولو ۱۵ غړو په مثبتو رایو او د چین له لوري د وړاندې شوې مسودې پر بنسټ تصویب شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *