د کابل او اسلام‌آباد کړکېچ؛ یوه میاشت کې نږدې ۱۴۰۰ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د کابل او اسلام‌آباد کړکېچ؛ یوه میاشت کې نږدې ۱۴۰۰ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د پوځي بریدونو د تلفاتو او زیانونو عمومي شمېرې خپرې کړې دي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې چې نږدې د یوې میاشتې، یعنې (د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۶مې تر د مارچ تر ۲۲مې) رانغاړي، ښيي چې پاکستاني پوځ د کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، نورستان، ننګرهار، کونړ او کندهار ولایتونه د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۴ زره او ۹۷۳ راکېټونه او توغندي د افغانستان پر خاوره توغول شوي چې له امله یې ۱،۲۴۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲۷،۴۰۷ کسان بې‌ځایه شوي دي. همدارنګه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ دیني مدرسې او ۳۴ جوماتونه هم په دغو بریدونو کې ویجاړ شوي دي.

د پاکستان د هوايي بریدونو د تلفاتو شمېرې
۱ــ ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي
۲ــ ۱۴،۹۷۳ راکېټونه او توغندي توغول شوي
۳ــ ۱،۲۴۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲۷،۴۰۷ کسان بې‌ځایه شوي
۴ــ ۱۳ ښوونځي، ۱۳ دیني مدرسې او ۳۴ جوماتونه ویجاړ شوي
۵ــ ۲۵۶ هټۍ، ۲۲ موټر ویجاړ شوي او ۶۶۱ څاروي له منځه تللي

دا شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې د چین په کوربه‌توب د کابل او اسلام‌آباد د چارواکو غونډه لا هم په ارومچي ښار کې روانه ده او له دې غونډې سره هم‌مهاله پر افغانستان د پاکستان بریدونه دوام لري او د جګړې پای‌ته رسېدو هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

مطالب بیشتر:  د پاکستان له لوري د غلام‌خان بندر تړل او تېرو لوبو بیا تکرار

سره له دې، کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې د پاکستان روانه جګړه د ناامنۍ د رامنځته کولو او په سیمه کې د افغانستان د اړیکو د پراختیا د مخنیوي په موخه ده. د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په افغانستان کې د پاکستان جګړه هدفمنده ده او موخه یې د سرچینو کنټرول او د چین د اقتصادي پروژو ګډوډول دي. دوی هڅه کوي د تاوتریخوالي په دوام سره د چین اقتصادي پلانونه او پانګونې له خنډ سره مخ کړي او د ناامنۍ له لارې د افغانستان پر معادنو او زیربناوو ولکه ټینګه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ کړکېچ له څه باندې تېرې یوې میاشتې راهیسې دوام لري او په دې موده کې چین، ترکیې، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو څو ځله له ښکېلو د جګړې درولو غوښتنه کړې، خو لا هم د تاوتریخوالي کمېدو او جګړې درېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *