څه موده وړاندې چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیاوې اوج ته رسېدلې وې، یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې ګواکې د دغه هېواد پوځیان د افغانستان نورستان ولایت اړوند ځینو سیمو ته دننه شوي دي.
اوس تازه د نورستان والي، زینالعابدین عابد، دا ادعاوې په کلکه رد او هغه یې د دښمن د تبلیغاتو برخه بللې ده. هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جدي دریځ په غوره کولو سره، د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته پوره چمتو دی او ټینګار یې کړی، چې د هېواد یوه لوېشت خاوره هم د هېچا له لوري نه ده نیول شوې او نه به چاته اجازه ورکړي، چې د افغانستان پر یوه لوېشت خاوره تېری وکړي.
زینالعابدین عابد په دې تړاو زیاته کړې: «زه دا ادعا په بشپړه توګه ردوم. دا د دښمن لهخوا تبلیغات دي چې په بشپړه توګه دروغ او بېاساسه دي. د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم له کنټروله نه ده وتلې او زموږ ځمکنۍ بشپړتیا تر بشپړ کنټرول لاندې ده.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستاني چارواکو دغو ادعاوو ته په اشارې سره وایي چې پاکستان د ناسمو پالیسیو له لارې د سیمې د بېثباته کولو هڅه کوي. دوی ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه باید د ګډې اجماع په رامنځته کولو سره اسلامآباد دې ته اړ کړي، څو د افغانستان په اړه له خپلو متناقضو تګلارو لاس په سر شي.
د سیاسي چارو شنونکي سمیر انګار په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د یوې سیمهییز اجماع په رامنځته کولو سره پر پاکستان لا زیات سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه راوړي، څو له خپلو متناقضو او بېثباته کوونکو تګلارو لاس واخلي. ډېر خلک باور لري چې پاکستان د ترینګلتیاوو په رامنځته کولو او دوام کې رول لري او د مداخله کوونکو سیاستونو په تعقیبولو سره سیمه کې بېثباتۍ ته لمن وهي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې پاکستاني پوځیانو د ویډیوګانو په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د نورستان ولایت د برګمتال او کامدیش ولسوالیو ځینې برخې یې نیولې دي؛ هغه ادعا چې د اسلامي امارت د چارواکو لهخوا په کلکه رد او بېاساسه بلل شوې او دا یې د تبلیغاتي جګړې برخه بللې ده.
