ننګرهارمېشتي وايي د ایران د مذهبي مشرپه جنازه کې د ایرانیانو پراخ ګډون نړۍ ته دا ثابته کړه چې د رهبر وژل کیدل يې هوډ او حرکت نه شي کمزوری کولای.
دوی همداراز پر ایران د امریکا برید یو وحشیانه عمل ګڼي او زیاتوي ، چې د ایران د مذهبي رهبر ایت الله علي خامنه اي په جنازه کې د خلکو پراخ حضور د ايران د ولس میړانه او د قوي ملت ښکارندوي کوي.
ننګرهاریان وايي چې د افغانستان د لوړوپوړو چارواکو په ګډون د بیلابیلو اسلامي هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو ګډون د ایران ولس سره د غمشریکي په مانا دی.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي:« په ایران د امریکا برید او د مذهبې مشر وژل کیدل يې يو وحشیانه عمل دی او د ايران د مذهبي مشر په جنازه کې د ایرانیانو پراخ ګډون د ايران د ولس ميړانه او د ياد مذهبې مشر هغه خدماتو پایله ده، چې د خپل ژوند په اوږدو يې د خپل ولس لپاره ترسره کړي دي».
دوي زیاتوي چې د ایران مذهبي مشر نه یواځي د خپل ولس بلکي تل يې د اسلامي هیوادونو په ننګه د ذبرځواکۍ امریکا سره ډغرې وهلي دي.
د ځاي اوسیدونکو وراخوا ټولنیز فعالان هم پر ایران د امریکا برید او د مذهبي رهبروژنه يې د سیمې او نړۍ د قوانینو خلاف عمل یادوي وايي: « د ایران د مذهبي مشر په جنازه کې د ایرانیانو پراخ ګډون د يوه پیاوړي او متحد ملت ښکارندوي کوي».
ننګرهار ميشتي همداراز د ایرن مذهبي رهبرپه جنازه کې د افغانستان د لوړوپوړو چارواکو په ګډون د بیلابیلو اسلامي هیوادونو د جګپوړو مسوولینو ګډون د ایران ولس سره د غمشریکي په مانا یادوي.
د دې ترڅنګ بیا د پوهنتون یو شمېر استادان بیا د ایران د رهبرۍ خدمتونه په معاصره نړۍ کې بېمخنیني بولي:«د امریکا پروړاندې د حکومت سره د ملت يو ځای ودریدل ستره بیلګه ده، د مذهبي مشر په جنازه کې د خلکو پراخ ګډون په دې مانا دی ، چې نړۍ ته ثابته کړې چې د رهبر مړينه يې په هوډ او حرکت نه شي کمزوره کولای».
د راپورونو له مخې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي په جنازې مراسمو کې د بهرنیو ميلیمنو وراخوا کابو پنځه څلوېښت ميلیونه ایرانیانو ګډون کړی و.
