د ترهګریزو عواملو پر وړاندې مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا د متقي ټینګار

د ترهګریزو عواملو پر وړاندې مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا د متقي ټینګار

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو امیر خان متقي، د «افغانستان – منځنۍ آسیا مشورتي خبرو اترو» د لومړۍ غونډې په پای کې ویلي، چې افغانستان به اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد له خاورې د بل هېڅ هېواد پر ضد کار واخیستل شي او هېڅ مخالفې ډلې ته به دا فرصت ورنه کړي. هغه زیاته کړې، چې افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې تجربه لري او نه غواړي د تېر وخت ترخې تجربې بیا په خپل هېواد یا د ګاونډیو په خاوره کې تکرار شي.

د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: « سلامي امارت د امنیت مختل کوونکو ټولو عواملو پر وړاندې جامع، بنیادي او هر اړخیزه مبارزه کوي.»

امیر خان متقي همداراز ویلي، چې افغانستان نور د یوې مسئلې یا ستونزې په توګه نه مطرح کېږي، بلکې په دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو کې پر یو باوري شریک بدل شوی دی. هغه د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړه: « افغانستان په دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو کې یو باوري شریک دی او ټینګار کوي، چې افغانستان د متوازن او اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ چمتو دی له ټولو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ فرصتونه برابر کړي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، ټینګار وکړ چې د نړۍ په اوسنیو شرایطو کې افغانستان کولای شي د شمال او جنوب ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. هغه وویل چې د پاکستان سره شته ستونزې باید په جدي ډول حل شي، او د دې لپاره عملي هڅې روانې دي.

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام آباد ترمنځ اوربند پر دوام د اردوغان ټینګار؛ د ترکیې او قطر له رول څخه د پاکستان هرکلی

ښاغلي متقي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: « افغانستان هوډ لري په سیمه کې د یوه ښه پُل رول ادا او په خبره یې، ا.ا په جدي توګه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د «د افغانستان – منځنۍ آسیا مشورتي خبرو اترو» غونډې لومړی پړاو د ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان د مرستیالانو او سفیرانو په حضور کې ترسره شو. دا ناسته د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ګډې نقشې‌لارې د جوړولو لپاره د نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *