د اورمچي هوکړې نقض؛ پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونو کې نږدې ۹۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د اورمچي هوکړې نقض؛ پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونو کې نږدې ۹۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر ضد پوځي لاره غوره کړې او په اورمچي کې یې د تاوتریخوالي کمولو هوکړه نقض کړې ده. د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځ تېره ورځ د کونړ  ولایت مرکز او د منورې ولسوالۍ اړوند ځینو سیمو توپچي او راکېټي بریدونه کړي دي.

د کونړ ولایتي روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۱ ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ۳۰ تنه یې د سید جمال الدین افغان پوهنتون محصلین دي او اوو تنو ژوند بایللی دی.

په همدې حال، اسلامي امارت د پاکستان دغه بریدونه  په سختو ټکو غندلي، او دا بریدونو یې جنګي  جنایت، وحشیانه عمل او پاروونکی اقدام بللی دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړې: « موږ د پاکستان فوځي رژیم دغه بریدونه چې عام خلک، علمي او تحصيلي بنسټونه پکې هدف ګرځول شوي په تر ټولو کلکو ټکو غندو او نه بخښل کېدونکی جنګي جنایت، وحشت او پارونکی عمل یې بولو.»

د پاکستاني پوځ د تېرې ورځې بریدونو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي. د لوړو زده‌کړو وزارت پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون برید په سختو ټکو غندلی او دا برید یې بې‌رحمانه او د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی. دغه وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دا ډول بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې په افغانستان کې د ملکي وګړو او زده‌کړو لپاره ګواښ بللي دي، او له ملګرو ملتونو یې د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.

مطالب بیشتر:  آیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات به اړیکې ښې کړي؟

همدارنګه، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د پاکستان د دې بریدونو دوام کولی شي د دغه هېواد د سولې غوښتونکي رول ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې وړاندې چین د منځګړي په توګه ویلي وو چې افغانستان او پاکستان د اورمچي ښار د سولې خبرو کې د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د یوې هر اړخیزې حل لارې پر ارزونې هوکړې ته رسېدلي وو. له دې خبرو وروسته، نښتې تر یوې بریده  کمې شوې وې، خو په وروستیو کې پاکستان بیا پر افغانستان برید وکړ .

اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستاني پوځ له تازه بریدونو وروسته، آیا د دواړو لورو ترمنځ نښتو پراختیا امکان شته، او که به ډیپلوماټیکې هڅې وکولی شي د تاوتریخوالي پراختیا مخه ونیسي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *