د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې بدلون

د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې بدلون

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، اسلام‌اباد له اسلامي امارت سره د کړکېچونو د کمولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستی او هڅه کوي ور ته سوله‌ییزې حل لارې ولټوي.
خواجه اصف چې له دې وړاندې یې په ځلونو د افغانستان پر ضد پاروونکې څرګندونې کړې وې اوس یې دریځ نرم ښکاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل یواځې خبرې اترې بولي..

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي ویلي، چې په دوحه کې یې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست سهیل شاهین سره لیدلي او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي
خو د شنونکو په اند د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامدارې اړیکې یوازې هغه وخت ممکنې دي چې پالیسۍ روښانه شي او بنسټ یې پر رښتیا ولاړ شي؛ کنه د همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ فرصتونه به له منځه ولاړ شي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار، په دې اړه زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامدارې اړیکې یوازې هغه وخت ممکنې دي چې اړیکې رښتینې وي او پاکستان د افغانستان په اړه په خپلو دوه‌ګونو سیاستونو کې مثبت بدلون راولي، که نه د همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ فرصتونه به له منځه ولاړ شي.

د پاکستاني چارواکو په څرګندونو کې دا بدلون داسې مهال څرګندېږي چې پخوا یې تل د ډیپلوماسۍ پر ځای پر کړکېچ او شخړو ټینګار کاوه، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکو تل خبرې اترې او مذاکره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو یوازینۍ حل لار بللې ده.

مطالب بیشتر:  حقاني: امنیتي ځواکونو دې د نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې او له خلکو سره ښه چلند وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *