د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښ په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان تکراري اندېښنه

د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښ په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان تکراري اندېښنه

که څه هم اسلامي امارت په وار وار دا ادعاوې، چې ګواکې د افغانستان په خاوره کې ترهګرې ډلې شتون لري، رد کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د هېواد خاوره به د نورو هېودونو پر وړاندې ونه کارول شي، خو پر دې سربېره هم، د ګډ امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان د کاري ډلې د ۴۳مې غونډې ګډونوالو، د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو او خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده؛ هغه ګواښونه چې د دوی په وینا د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېز کولی شي.

د دې غونډې په اعلامیه کې راغلي چې ګډونوالو په دوامداره توګه د افغانستان د وضعیت څارنې او په دغه هېواد کې د سوله‌ییزو بهیرونو د اسانتیا پر اړتیا ټینګار کړی، او همدارنګه یې د ګډ امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو له لوري د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه او اقتصادي مرستو اهمیت ارزولی دی.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د غړو هېوادونو له لوري د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه او اقتصادي مرستو پر دوام ټینګار وشو. ګډونوالو په دوامداره توګه د افغانستان وضعیت د څارنې او د سوله‌ییزو بهیرونو د پرمختګ د اسانتیا په اړه ګډ دریځ غوره کړ.»

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «ټول هېوادونه او سازمانونه مکلف دي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره همکاري وکړي، ځکه افغانستان په سیمه کې یو مهم هېواد دی او د سیمې په ثبات کې مهم رول لري.»

مطالب بیشتر:  چمپینز ټرافي سیالۍ: افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې د افغانستان خاوره هېڅکله د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي. دوی ټینګار کوي چې د اسلامي امارت اقتصادمحوره تګلاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ولاړه ده.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان خاوره هېڅکله د چا په زیان نه ده، د اسلامي امارت سیاست اقتصادمحور دی او د همدې تګلارې له مخې اوسنی حکومت غواړي له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د «افغانستان–منځنۍ آسیا مشورتي خبرو اترو» د لومړۍ غونډې په پای کې، چې د همدې وزارت په نوښت جوړه شوې وه، ویلي وو چې افغانستان به هېچاته اجاره ورنه کړي، چې د دغه هېواد خاوره د کوم بل هېواد پر وړاندې وکاروي او ټینګار یې کړی و، چې هېڅ مختل کوونکو عواملو ته د دې فرصت نه دی ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *