د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ؛ پاکستان خپله پوځي تګلاره مخ ته وړي

د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ؛ پاکستان خپله پوځي تګلاره مخ ته وړي

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچونه دوام لري، د پاکستان د پوځ لوړپوړو قوماندانانو د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر، په مشرۍ غونډه کې یو ځل بیا ادعاوې کړې، چې ګواکې د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ دی او د دغو ګواښونو پر وړاندې یې د عملیاتو پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه غونډه د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې، چې ۲۷۶ لوړپوړو پوځي قوماندانانو پکې ګډون کړی و، جوړه شوې ده. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د کورني امنیت، سرحدونو او د سیمې د امنیتي ننګونو په اړه خبرې شوې دي.
د پاکستان پوځ په اعلامیې کې لیکلي: «پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د خپلو وګړو د دفاع مشروع حق لري او د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به د “غضب للحق” عملیاتو په چوکاټ کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې خپلو هدفمندو بریدونو ته دوام ورکړي».
له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان د جمعیت‌علمای اسلام ګوند د رهبرۍ غړي حافظ حمدالله، په یوه ولسي غونډه کې د دغه هېواد پر پوځ سختې نیوکې کړې. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ خپله په بېلابېلو سیمو کې وسله‌والې ډلې ځای پر ځای کړې او په قصدي ډول یې ځینې سیمې ناامنې کړې دي.
په همدې حال، د سیاسي او پوځي چارو شنونکي ټینګار کوي چې ترینګلتیاوې او نښتې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي او دواړه لوري باید د کړکېچونو د حل لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې ګواکې امنیتي ګواښونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او یا هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې حضور یا فعالیت لري، بې‌بنسټه بللې او ټینګار یې کړی چې پاکستان دې خپلې امنیتي ستونزې په خپله حل کړي او د خپل بام واورې دې د بل په بام نه وراچوي.

مطالب بیشتر:  کابل د مهمې سیمه‌يیزې غونډې کوربه؛ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د ناستې اصلي محور

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *