افغانستان سره د کړکېچ اقتصادي پایلو په اړه د پاکستاني سیاستوالو خبرداری

افغانستان سره د کړکېچ اقتصادي پایلو په اړه د پاکستاني سیاستوالو خبرداری

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاستونو په اړه د نیوکو په دوام، د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر، د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې له افغانستان سره ترینګلتیاوې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. دغه ګوند همداراز له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر دوستانه اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د لارو پر ژر پرانیستو ټینګار کړی دی.

میا افتخار حسین، یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته تاوتریخوالي د خلکو پر ژوند او د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی. هغه ټینګار کړی چې ستونزې یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او په خبره یې، ګاونډیانو سره د برابرۍ پر بنسټ اړیکې یوه جدي اړتیا ده.

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر زیاته کړې: «له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنسټ دوستانه اړیکې ضروري دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ د لارو تړلي پاتې کېدل د اندېښنې وړ دي. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ډېری پښتانه پر سوداګرۍ متکي دي، باید له باجوړ تر وزیرستان او چمن پورې ژر تر ژره سوداګریزې لارې پرانیستل شي.»

سره له دې چې اسلامي امارت تل پاکستان سره د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو او ستونزو پر هواري ټینګار کړی، خو پوښتنه دا ده، چې ولې اسلام‌آباد په ځینو مواردو کې د سیاسي حل‌لارې پر ځای پر پوځي فشار تکیه کوي؟

مطالب بیشتر:  د اسحاق‌ډار څرګندونو ته غبرګون او استانبول ته د ا.ا پلاوي سفر

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی د دې پاکستاني چارواکي د څرګندونو په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «پاکستان د پوځي‌محوره سیاست په خپلولو سره تل د خپل ولس غوښتنې تر پښو لاندې کړې دي. په دې تګلاره سره، پاکستان غواړي خپلې ګټې د جګړې له لارې ترلاسه کړي او هېڅکله ډیپلوماسۍ ته غاړه نه ږدي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان حکومت په بېلابېلو سیمه‌ییزو غونډو کې په ډاګه کړې، چې ستونزې باید پرته له بشري تلفاتو د خبرو اترو له لارې حل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې ارزښت په اړه وایي: «په ټوله کې، د دغو ستونزو او اختلافاتو حل د دواړو هېوادونو په ګټه دی، ځکه د افغانستان د وارداتي اړتیاوو لویه برخه له پاکستانه پوره کېږي او په ورته وخت کې افغانستان هم د پاکستان لپاره مهم بازار دی.»

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ له وروستیو کړکېچونو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې زیانمنې شوې دي، د راپورونو له مخې، اسلام‌آباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې هم له ننګونو سره مخ کړې دي او دې اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي سوله‌ییز حل هم ستونزمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *