کابل ته د عاصم منیر شرط؛ ټي‌ټي‌پي یا اسلام‌آباد

کابل ته د عاصم منیر شرط؛ ټي‌ټي‌پي یا اسلام‌آباد

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغه چې د روان لمریز کال د لېندۍ په ۱۴مه، نېټه پاکستاني پوځ یو ځل بیا د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف او د اوربند هوکړې په نقضولو سره، د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې لسو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته؛ تازه د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ویلي، چې دوی کابل ته ښکاره پیغام لېږلی، څو د اسلام‌آباد او «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ یو انتخاب کړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، منیر دا څرګندونې په راولپنډۍ کې د دفاعي ځواکونو یوې غونډې ته کړې. هغه نوي ډیلي ته هم خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان برید وکړي، نو له سخت او پرېکنده غبرګون سره به مخامخ شي.

د عاصم منیر له دې څرګندونو سره هم‌مهاله، د دغه هېواد پخواني لنډمهاله لومړي وزیر او د عوامي ګوند مشر شاهد خاقان عباسي بیا د اسلام‌آباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې جګړه هېڅکله د ملي او سیمه‌ییزو ستونزو حل نشي کېدای، بلکې ټینګار یې کړی، چې د پاکستان ټول سیاسي مشران باید سره را ټول او د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره غور او له سره یې وارزوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني چارواکي له اسنادو او شواهدو پرته د افغانستان په اړه ورته ادعاوې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم وخت ناوخته د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر کابل اچولې او ان تر دې چې د استانبول په مذاکراتو کې یې له افغانستانه د اسلام‌آباد د امنیت ټینګښت تمه درلوده. که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د دفاعي ځواکونو د وروستیو څرګندونو په تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي، چې پاکستان کې امنیتي پېښې او نا امني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او ټینګار یې کړی، چې پاکستان دې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.

مطالب بیشتر:  د اقتصاد وزارت له مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري سره ځانګړې مرکه

وروسته له هغه چې د روان زېږدیز کال د اکتوبر په ۹مه نېټه پاکستاني پوځ د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف د افغانستان پر خاوره هوایي برید وکړ او ورپسې د اسلامي امارت ځواکونو په غچ‌اخیستونکو بریدونو لاس پورې کړ، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې، چې ورپسې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرات پیل او پر اوربند هوکړه وشوه، خو پاکستاني لوري تر اوسه څو ځله د اوربند له هوکړې هم سرغړونه کړې او په خپلو بریدونو کې یې ګڼو عامو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو او ناندریو دوې میاشتې کېږي او دواړه لوري له څلور پړاوه مذاکراتو وروسته، لا هم د ستونزو هواري په پار هوکړې ته نه دي رسېدلي او پاکستانی لوری وخت ناوخته د افغانستان پر وړاندې د زور او ګواښ ژبه کاروي، په داسې حال کې چې له کوم موجه دلیل پرته د مذاکراتو له مېزه تېښته کوي او یا هم داسې غوښتنې مطرح کوي، چې هغه افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري، بلکې هغه د پاکستان خپلې کورنۍ ستونزې دي.

د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې، چې ګواکې د دوی په نا امنۍ کې افغانستان لاس لري، نه عملي او نه هم حقیقي دي؛ ځکه ټي‌ټي‌پي په ۲۰۰۲ کال کې خپله د پاکستاني پوځ د ظلمونو او ناوړه سیاستونو په نتیجه کې رامنځته شوې ډله ده. د دې ترڅنګ پاکستان له بلوڅانو سره هم ګڼې ستونزې لري، له خپلو سیاسي ګوندونو سره هم شپه او ورځ په جنګ دی، اقتصاد یې هم د هرې ورځې په تېرېدو سره پاشل کېږي او میلیاردونه ډالر پوروړی دی؛ نو که چېرې د پاکستان په ستونزو کې اسلامي امارت لاس لري، نو دا ستونزې خو تازه نه دي، بلکې له کلونو راهیسې دوام لري.

مطالب بیشتر:  امریکا له ناهیلۍ او ناکامۍ سره مخ شوه

د چارو شنونکي د پاکستاني چارواکو څرګندونې او د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد په دریځ کې بدلون، د اسلام‌آباد سیاست نه، بلکې د واشنګټن سیاست او تګلاره بولي، چې تر شا یې ښایي لویه سناریو پرته وي. دوی باور لري، چې پاکستان په سیمه کې د غربیانو د چوکیدار رول لوبوي او له کلونو راهیسې یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او نورو پلمو، سیمه کې د امریکا پروژې پلي کړې او له دې لارې یې ځان تغذیه کړی دی؛ په داسې حال کې چې دغه هېواد خپله د ترهګرۍ ملاتړی، روزونکی او هغوی ته د پټنځایونو برابروونکی دی.

پاکستان دا مهال د امنیتي او سیاسي ستونزو ترڅنګ، سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی؛ دغه هېواد د خپلو ناسمو تګلارو له امله د افغانستان په څېر مهم سوداګریز مارکېټ هم له لاسه ورکړی او بیه یې د دغه هېواد عام وګړي پرې کوي. سربېره پر دې، هلته د حکومت او سیاسي ګوندونو، په ځانګړي ډول د عمران خان د پلویانو ترمنځ هم ناندرۍ اوج ته رسېدلي او پاکستاني چارواکي د دې لپاره چې خپلې ناکامۍ پټې، عمومي افکار مدیریت او د حکومت ضد پاڅون د پراختیا مخه ونیسي، نو هڅه کوي د افغانستان او هند پر وړاندې څرګندونو سره د ولس پام بلې خواته واړوي؛ هغه تګلاره چې پاکستان یې له کلونو راهیسې عملي کوي او بار د دغه هېواد عام وګړي په اوږو وړي.

پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان په ملامتولو سره خپلې ګټې خوندې کړې او لا هم په همدې تګلاره باور لري، خو د سیمې شرایطو ته په کتو، داسې ښکاري چې پاکستان نور په دې تګلاره کې ناکام دی او باید د سیمې، په ځانګړي ډول افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي. دا چې پاکستاني چارواکي له شواهدو او اسنادو پرته وخت ناوخته د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي، دا نه منطقي او نه هم عملي ده؛ ځکه په پاکستان کې د روانو ستونزو ریښه کورنۍ ده او دا ستونزې د اسلامي امارت په راتګ سره نه دي را پیدا شوې، بلکې له کلونو راهیسې دوام لري او احیاناً که پاکستان کومه ملاحظه او یا شک لري، نو د زور پر ځای دې د مذاکرې او تفاهم لار خپله کړي.

مطالب بیشتر:  امریکا کې د افغانانو نیولو لړۍ دوام؛ طبیعي که پلان شوې سناریو؟

که پاکستاني چارواکي فکر کوي، چې په دا ډول تبلیغاتو به بیاځلي له لوېدیځ پیسې را ټولې او په مقابل کې به د هغوی ګټې خوندي کړي، نو ضرور ده چې د سیمې اوسنی وضعیت او بدلونونه هم په دقت سره مطالعه کړي؛ د سیمې اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰ لسیزو په څېر نه دی، هر څه بدل شوي، ملامت او سلامت ټولو ته معلوم دي، اسلامي امارت د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترڅنګ، د سیمې نورهېوادونه هم د دې هڅو پخلی او ننداره کوي. پاکستان ته په کار ده، چې په خپل څنګ کې یو پیاوړی، خپلواک او پر ځان‌بسیا افغانستان وزغمي او نور په سیمه کې د لوېدیځ د ګټو لپاره د سناریوګانو له طرحه کولو لاس واخلي؛ که دا ونه کړي لرې نه ده چې د لګېدلي اور لمبې به لا پراخې او دا ځل به د نورو پر ځای، خپله اسلام‌آباد سوځېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *