ډیورنډ فرضي کرښه؛ د پاکستان هیله خو د افغانانو پر ټټر تحمیلي خنجر

ډیورنډ فرضي کرښه؛ د پاکستان هیله خو د افغانانو پر ټټر تحمیلي خنجر

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د جګړې د ته پای ته رسېدو لپاره د قطر پلازمېنه دوحه کې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوو او په دغه هوکړه لیک کې دواړو لورو د یو بل پر حریم د نه تیري او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او دغه راز پر ملکي او امنیتي تاسیساتو د بریدونو نه کولو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

دې حقیقت ته په کتو چې افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارونې او زیان رسولو تګلاره نه لري او په وروستۍ هوکړه کې یې هم د ژمنتیا ترڅنګ، د یاد اوربند د دوام هیله څرګنده کړې ده. خو له یادې هوکړې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، له اسلامي امارت سره اوربند مشروط او ماتیدونکی بللی دی، نوموړي ویلي، اوربند به تر هغو دوام وکړي چې اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د ورتګ او بریدونو د مخنیوي مانع شي. هغه شرط چې اسلامي امارت په ځلونو په دې تړاو ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان خاوره هیڅکله د چا پر ضد نه ده کارول شوې او راتلونکي کې به هم دې چارې ته اجازه ورنکړي.

د پاکستان او افغانستان د ګاونډیتوب تاریخ ته په پام، یاد هېواد تل د خپلې ادعا پر خلاف د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارولې او ټول حکومتونه یې له ستونزو او سرخوږي سره مخ کړي دي، د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان له پیدایښت راهیسې، په افغانستان کې هیڅ یو نظام د پاکستان له شر څخه په امان نه دی پاتې شوی او دا هېواد د یوې سرطانې دانې په توګه د افغانستان د حکومتونو او مهمو تاسیساتو د له منځه وړلو لامل شوی او په دې تړاو ګڼې بیلګې هم شته چې پاکستان له بیلابیلو ټکټونو په ګټنې افغانستان کې د جګړې اور ګرم ساتلی او له همدې جګړو او وضعیت څخه په ګټنې یې ځان چاغ کړی دی.

مطالب بیشتر:  بلوچستان کې امنیتي کړکېچ؛ پاکستان به تجزیه شي؟

دغو ټولو مواردو او د پاکستاني چارواکو وروستیو اقدماتو ته په پام پاکستان د تیر په څیر یو ځل بیا د ډیورنډ فرضي کرښې د موضوع د روښانه کېدو ډول غاړې ته اچولی او وخت ناوخته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د یادې فرضي کرښې په تړاو خپلې غوښتنې مطرح کوي، خو اسلامي امارت د افغانستان د پخوانیو نظامونو په څیر په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي چې دا موضوع په حکومتونو پورې نه بلکې ولسونو پورې اړه لري او د دې حق پریکړه باید ولسونه وکړي چې په وینا یې د حکومت له صلاحیته لوړه خبره ده.

پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په لومړیو کې پاکستاني لوري نه یوازې ښې او عادي اړیکې درلودې بلکې استخباراتي لوړپوړي چارواکي یې د یو مانور په توګه کابل ته راغلل او په سرینا هوټل کې یې د چایو پیالې په پورته کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ښه تجربه لري، خو د لنډ وخت په تیریدو سره اسلامي امارت د خپلې کابینې په اعلانولو او چارو له ترلاسه کولو وروسته د پاکستان د دا ډول مانورو د مخنیوي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې د لاسونو پر لنډولو پیل وکړ. هغه اقدام چې د اسلامي امارت پر وړاندې یې د پاکستان غوسه را وپاروله او یو ځل بیا یې د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تګلاره ۱۸۰ درجې بدله کړه، که څه هم اسلامي امارت په ځلونو هڅه وکړه چې له پاکستان سره راپورته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوو مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو په توګه دوه اړخیزې دیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې ولري، خو پاکستاني لوري چندان لیوالتیا څرګنده نه کړه او د خبرو اترو پرځای یې پر نړیوالو سټیجونو له افغانستانه د ترهګرۍ او د پاکستان پر وړاندې د ګواښ د پیښیدو په اړه آوازې خپرې کړې، خو له ټولو ادعاوو سره سره یې هیڅکله هم داسې اسناد او شواهد وړاندې نه کړای شوای چې خپله ادعا ثابته کړي.

مطالب بیشتر:  د پاکستاني چارواکو متناقضې څرګندونې؛ له اعتراف تر انکاره!

دقیقا پاکستان نړیوالو په ځانګړې توګه لویدیځ ته د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره په کابل کې هوایي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې په دې بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مشر نورولي محسود موخه ګرځولی دی، هغه ادعا چې په سهار یې درواغ ثابته شوه او نورولي محسود له پاکستانه د ویډیو په خپرولو سره وویل، دی ژوندی دی او په پاکستان کې دی.

له دې برید وروسته نړیوالو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض پر وړاندې غبرګون وښود او دا چاره یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لپاره ستر خطر یاد کړ، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل، د پاکستان هڅه یو ځل بیا ناکامه وه او دغه هېواد دې د خپلو ستونزو د حل لپاره په کوردننه له وسله والو مخالفینو سره خبرې اترې وکړي، دا هغه شېبه وه چې اسلامي امارت د خپل هوایي حریم د نقض په غبرګون کې په ډیورنډ فرضي کرښه کې غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل او د دواړو لورو ترمنځ جګړې زور واخیست، خو د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب دغه جګړه ودریده او دواړو لورو ۴۸ ساعته اوربند وکړ، چې دا اوربند یو ځل بیا په پکتیکا کې د پاکستان د هوایي برید له امله نقض شو او دواړو لورو بیا پر جګړې لاس پورې کړ.

تر دې ټولو پېښو وروسته پاکستاني لوري د اوربند غوښتنه وکړه او د قطر په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکي د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړ، هغه هوکړه لیک چې افغان لوری یې پر دوام ژمنتیا څرګندوي او پاکستانی لوری یې ماتیدونکی ګڼي.

د پاکستاني چارواکو څرګندونو او وروستیو اقداماتو ته په پام، د پاکستان اصلي موخه پر اسلامي امارت فشار راوړل او د ډیورنډ فرضي کرښې په ګډون پر اسلامي امارت د خپلو غوښتنو منل دي، خو د پاکستان دا خیال غلط دی او هیڅکله به یې هم دا خوب په حقیقت بدل نه شي، ځکه اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې ډیورنډ فرضي کرښه د دوی لپاره سره کرښه او د زمانې د جبر له امله د افغانانو پر ټټر یو تحمیلي خنجر دی.

مطالب بیشتر:  جرګه او جګړه؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې دا اوربند ماتیدونکی ګڼي؟ د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان په کوردننه له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او له یادو ستونزو د خلاصون او د ولس د پام اړولو لپاره په ورته اقداماتو لاس پورې کوي او د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض یوه موخه هم د ډیورنډ فرضي کرښې د موضوع روښانه کېدل وو، هغه څه چې افغان لوري په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړی او په دې اړه پریکړه د ولسونو حق ګڼي.

د شنونکو په باور که پاکستان له خپلو دغو ناروا غوښتنو لاس پر سر نه شي او خپلې ناکامې تګلارې ته دوام ورکړي په سیمه کې به د بې ثباتۍ، نا امنۍ اور بیا ګرم کړي او پاکستان به د همدې اور خوراک او بلاخره له منځه ولاړ شي.

پایله:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي اوربند هوکړه ‌لیک، که څه هم د یو مهم سیاسي پرمختګ په توګه یادېږي، خو د پاکستان له لوري یې د مشروطیت اعلان د دغه هوکړه ‌لیک د ثبات پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي. افغانستان، د اسلامي امارت په مشرۍ، تل ټینګار کړی چې د خپلې خاورې د نورو پر ضد له کارونې ډډه کوي، خو پاکستان بیا د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو او سیاسي فشار د واردولو لپاره د افغانستان پر وړاندې متضاد دریځونه خپل کړي دي. د سیاسي شنونکو په باور، که پاکستان خپلې مداخلې او ناروا غوښتنې پای ته ونه رسوي، نه یوازې د اوربند راتلونکی به له خطر سره مخ شي، بلکې سیمه به یو ځل بیا د نا امنۍ او بې‌ثباتۍ په لور ولاړه شي، چې تر ټولو ستر زیان به یې بیا خپله پاکستان ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *