پر لنډمهاله اوربند هوکړه؛ د تهران بریا او د واشنګټن تاریخي ماتې

پر لنډمهاله اوربند هوکړه؛ د تهران بریا او د واشنګټن تاریخي ماتې

د ایران او د امریکا ترمنځ له ۴۰ ورځنۍ سختې جګړې وروسته، بالاخره تېره شپه دواړو لورو پر ۱۵ ورځني اوربند هوکړه وکړه. دا جګړه چې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو په منځ کې پیل شوه؛ د لومړنیو محاسبو خلاف، نه یوازې دا چې د امریکا لپاره یې چټکه بریا نه درلوده، بلکې د ډونالډ ټرمپ ادارې لپاره په یوه پېچلې سیاسي، پوځي اقتصادي او حیثیتي بحران بدله شوه.

د جګړې پیل؛ له ناسمو محاسبو تر سټراټېژیک بن‌بست

دا جګړه په داسې حال کې پیل شوه چې د عمان په منځګړیتوب د سویس په جینوا ښار کې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې روانې وې؛ خو امریکا د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف ناڅاپه د ډیپلوماسۍ دروازه وتړله او پر ایران یې بریدونه پیل کړل. د ټرمپ ادارې دا انګېرله چې په لنډ وخت، یعنې یوه یا دوو اونیو کې به ایران دې ته اړ کړي چې د امریکا غوښتنې ومني، خو د جګړې ډګر دا محاسبه په بشپړه توګه ناسمه ثابت کړه.

د نږدې څلوېښتو ورځو په تېرېدو سره، نه یوازې ایران تسلیم نه شو، بلکې د خپلو پوځي او جیوپولېټیکي وړتیاوو پر مټ یې د جګړې موازنه بدله کړه. د جګړې پراخېدل، د امریکا لپاره د لګښتونو زیاتېدل او د لومړنیو موخو نه ترلاسه کېدل، ټول د واشنګټن د ستراتېژیک بن‌بست نښې دي. اوس چې د ۱۵ ورځني لنډمهاله اوربند اعلان شوی او د مستقیمو خبرو لپاره چمتووالی روان دی، د چارو ګڼ شمېر شنونکي دا تحول د بریا پر ځای د ډونالډ ټرمپ د سیاستونو ښکاره ماتې بولي او په خبره یې، د ټرمپ سیاستونو نه یوازې دا چې په نړۍواله کچه د امریکا حیثیت له خاورو سره خاورې کړ، بلکې ایران ته یې دا فرصت ورکړ، چې په ښکاره او علني توګه، ځان د څلورم نړۍوال ځواک په توګه را ظاهر کړي.

مطالب بیشتر:  په وینو لت‌ پت غزه؛ د ماشومانو له بمبارۍ تر بشري ناورین

اوربند؛ سټراټیژیک شاتګ که د تاریخي ماتې اعتراف؟

د ۱۵ ورځني لنډمهاله اوربند اعلان، چې د ټرمپ په وینا د پاکستاني چارواکو په ځانګړي ډول، د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره تر سلا مشورو وروسته شوی، تر ډېره د فشارونو کمولو او د جګړې له ډګره د تېښتې هڅه ښکاري. ټرمپ ادعا کوي چې امریکا خپلو پوځي اهدافو ته رسېدلې، خو په ورته وخت کې د ایران له لوري ۱۰ ماده‌ییز وړاندیز یو بل تصویر وړاندې کوي.

په دې وړاندیز کې ایران پر څو مهمو ټکو ټینګار کړی: د امریکا له لوري د نه تېري تضمین، د هرمز تنګي کنټرول، د یورانیمو د غني‌سازۍ حق، د ټولو بنډیزونو لغوه کېدل، د اوښتو خساراتو ورکول، له سیمې د امریکایي ځواکونو وتل او په ټولو جبهاتو کې د جګړې درول شامل دي. د واشنګټن له لوري د مذاکراتو د بنسټ په توګه د دغو شرایطو منل، په حقیقت کې له پخوانیو دریځونو ښکاره شاتګ بلل کېږي.

په جګړه کې د امریکا د ماتې لس نښې:

  • د نظام نسکورېدو په موخه کې پاتې راتلل
  • د ایران پوځي وړتیاوې پر ځای پاتې کېدل
  • د زور له لارې د اټومي موضوع حل کې پاتې راتلل
  • د توغندیز ځواک محدودیت موخې ته نه رسېدل
  • د کورنۍ بې‌ثباتۍ په هڅو کې ناکامېدل
  • د هرمز پر تنګي کنټرول نه ترلاسه کول
  • د سیاسي نظام لا پیاوړي کېدل
  • د امریکا د دفاعي کمزورۍ څرګندېدل
  • د امریکا نړۍوال باور ته زیان رسېدل
  • د واشنګټن پر دفاعي ژمنو د متحدینو د باور کمېدل

کورني فشارونه؛ د واشنګټن په زړه کې ژور اختلافات

مطالب بیشتر:  د یوې مداخلې بیاکتنه: افغانستان د شوروي لیکوالا نو په یادښتونو او اعترافونو کې

په امریکا کې دننه، د ټرمپ سیاستونو سخت غبرګونونه راپارولي. تر ۵۵ زیاتو ډیموکراټ استازو او سناتورانو، لکه اډ مارکي او کریس مورفي، د ټرمپ د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده. همدارنګه، الکساندریا اوکازیو کورټز او ایلهان عمر د ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې ایران یې د تمدن پر له منځه وړلو ګواښلی و، جنګي جنایت بلل دی. د ډیموکراټانو ترڅنګ، د ټرمپ سیاستونو حتا د جمهوري‌غوښتونکو نیوکې هم راپورته کړې دي. مارجوري ټیلر ګرین د ټرمپ څرګندونې «لیونتوب» بللې دي. دا اختلافونه ښيي چې د ایران پر وړاندې جګړې د امریکا کورنی وضعیت هم کړکېچن کړی دی.

سربېره پر دې، امریکایي شنونکي او لیکوالان هم په دې جګړې که د ټرمپ پر ماتې اعتراف او پایلې یې په نړۍواله کچه د امریکا د حیثیت لپاره بوږنوونکې بولي. امریکایي تحلیل‌ګر مکس برنز ویلي، ډونالډ ټرمپ دا ناورین‌زېږوونکې جګړه پیل کړه، او وروستۍ پایله یې داسې یوې هوکړې ته رسېږي چې په هغې کې ایران امتیازونه ترلاسه کوي، د دې جګړې اصلي ګټونکی څو دی؟ همداراز امریکایي لیکوال ډان وینسلو ټرمپ «لوی بایلونکی» بللی دی. سربېره پر دې، بن روډز دا وضعیت د امریکا لپاره «ناورین» ګڼي، او آدام کینزینګر یې «تاریخي سپکاوی» بولي.

پایله؛ هغه جګړه چې نړیوال نظم یې ولړزاوه

په ټوله کې، دا جګړه چې د فشار او تحمیل لپاره پیل شوې وه، اوس داسې مرحلې ته رسېدلې چې امریکا د وتلو لپاره له سختو شرایطو سره مخ ده. لنډمهاله اوربند، کورني فشارونه، د مقابل لوري د شرایطو منل او نړۍوالې نیوکې، ټول د دې ښکارندویي کوي، چې د ټرمپ اداره له جدي ننګونو سره مخ ده. دا جګړه چې د چټکې بریا لپاره پیل شوې وه، نه یوازې دا چې په نړۍواله کچه د یوه پراخ اقتصادي بحران لامل شوه، بلکې د واشنګټن لپاره په سیاسي او سټراټیژیکې ماتې هم بدله شوه. که څه هم د دې کړکېچ راتلونکی لا بشپړ روښانه نه دی، خو دا وضعیت ښيي چې بېړنۍ پرېکړې او پر پوځي ځواک تکیه، تل د بریا تضمین نشي کولی، بلکې ځینې وختونه برعکس ناسمې محاسبې کولی شي یو ځواکمن هېواد له سختو پایلو سره مخامخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *