د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلي کېدو په اړه د اندېښنو له زیاتوالي وروسته، د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک ماسادیکوف، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او د یوې سولهییز حل لارې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
ماسادیکوف ټینګار کړی، چې دواړه لوري باید له نړیوالې ټولنې سره یوځای، د اوسني وضعیت مدیریت لپاره له ټولو ممکنه سولهییزو او ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي. د هغه په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی، چې له امله یې وسلهوالې نښتې هم رامنځته شوې، د سیمې په کچه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک ماسادیکوف زیاته کړې: «د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلې اړیکې لا هم اندېښمنوونکې دي او باید یوه سولهییزه حللاره ورته وموندل شي. دواړه لوري او نړۍواله ټولنه باید د اوسني وضعیت د حل لپاره له ټولو ممکنه سولهییزو لارو چارو کار واخلي.»
خو افغان سیاسي څېرې لا هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر اوسنۍ تګلاره سختې نیوکې کوي. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د افراطیت په ملاتړ سره، د دې پدیدې د پراختیا زمینه برابره او اوس خپله د همدې تګلارې په ناوړه پایلو سره مخامخ دی.
هغه د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو وژل کېدو ته په اشارې ټینګار کړی، چې پاکستان دې د خپلو پولو دننه د امنیت او ثبات لپاره اقدام وکړي، خو په خبره یې نشي کولی د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.
د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزي زیاته کړې: «اسلامآباد اوس د خپلو ناسمو تګلارو له پایلو سره مخ دی؛ پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افراطیت ملاتړ کړی او هغه یې افغانستان ته صادر کړی دی.»
په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې افغانستان تل د تاوتریخوالي د کمولو او د سیمهییز ثبات د ټینګښت هڅه کړې، خو په خبره یې، پاکستان په ډېرو مواردو کې د سیمې د بېثباتۍ اساسي عامل دی. دوی ټینګار کوي چې نړۍوال سازمانونه باید د افغانستان پر ځای یوازې تمرکز ونه کړي، بلکې اسلامآباد دې وهڅوي چې په خبرو اترو کې رغنده او اغېزمن ګډون وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي حمیدالله مفید په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ښه ده چې د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشي د افغانستان پر ځای پاکستان ته هم پام وکړي او هغه هېواد وهڅوي چې د خبرو اترو مېز ته په رښتینې او رغنده توګه حاضر شي، ځکه پاکستان څو ځله خبرې د بېلابېلو پلمو په تراشلو سره د خبرو اترو بهیر ګډوډ کړی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د پاکستان سټراټیژي تل دا وه چې د افغانستان له وضعیته د وسیلې په توګه کار واخلي؛ لکه څنګه چې په تېر کې هم همداسې شوې ده، تر څو افغانستان تل په ناامنۍ، جګړو او پر خپل ځان متکي وساتي او ونه شي کولای داسې یو باثباته حکومت ولري چې هممهاله د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د چین په ارومچي کې د کابل او اسلامآباد د خبرو اترو له پایته رسېدو وروسته، د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی څه ناڅه کم شوی او تمه ده، چې د خبرو اترو دویم په پیلېدو سره به دواړو هېوادونه خپلې ستونزې له سیاسي لارو حل کړي؛ خو اساسي پوښتنه دا ده، چې آیا پاکستان د خبرو اترو له لارې د ستونزو هواري ته ژمنتیا لري او که به بیا تاوتریخوالي ته مخه کړي؟
