د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په دوام ، کابل کې د ایران د سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي، د زنجان د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې خونې له رییس او غړو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې تهران غواړي له افغانستانه واردات زیات کړي.
هغه د افغانستان د بازار مهمو ظرفیتونو ته په اشارې سره ویلي چې د ایران خصوصي سکټور باید په ۱۴۰۵ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیاوړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: « په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي، د زنجان د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې خونې له رییس یوسفي او غړو سره په لیدنه کې وویل، چې موږ لېواله یو ایران ته د افغانستان د صادراتي توکو ونډه زیاته کړو. هغه له خصوصي سکټوره وغوښتل چې په ۱۴۰۵ کال کې د همدې تګلارې له مخې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.»
په همدې حال، د اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي، سره له دې چې ایران له امریکا او افغانستان له پاکستان سره په کړکېچونو کې ښکېل دي، خو د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا هم روانې دي او د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري د پراختیا په حال کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیتي دروازو له تړل کېدو وروسته، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د افغانستان او پاکستان د ۱.۱ میلیارد ډالرو سوداګرۍ په پرتله لوړ دی.
