د کابل او سلام‌آباد له ترینګلتیاوو د ملګرو ملتونو اندېښنه

د کابل او سلام‌آباد له ترینګلتیاوو د ملګرو ملتونو اندېښنه

که څه هم د ارومچي له مذاکراتو وروسته، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د جګړې لمبې تر یوه بریده کمې شوې، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي، چې د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پاکستاني پوځيانو په توپچي بریدونو کې یو ښوونځی، یو روغتیایي مرکز او یوه مخابراتي پایه زیانمن شوي دي.

سټیفن دوجاریک زیاتوي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د نښتو او لارو بندېدو له امله د شپږو اونیو لپاره، ۱۳۶ زره ملکي وګړي روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې شوي دي. هغه همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي زیربناوې باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي او هېڅکله هدف ونه ګرځول شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په دې اړه زیاته کړې: «په کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳۶ زره کسان د ناامنۍ له امله، د څه باندې شپږو اونیو لپاره له خوړو، روغتیایي خدمتونو او لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې شوي دي. د ښکېلو خواوو ترمنځ له دوامداره خبرو اترو وروسته، اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو، طبي وسایلو او نورو ضروري توکو د لېږد بهیر پیل شوی دی.»

خو له دې سره سره، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه‌ګونې او مداخله‌کوونکې تګلاره غوره کړې او په خبره یې، د اسلام‌آباد له لوري دا ډول چلند دوام کولی شي د سیمې ثبات له لا زیاتو ننګونو سره مخ کړی. دوی همداراز ټینګار کوي، چې پاکستان باید د فشار او مداخلې پر ځای د خبرو اترو، متقابل درناوي او رغنده همکارۍ لاره خپله کړي.

مطالب بیشتر:  پر نړۍواله ټولنه د ملا برادر غږ؛ لګېدلې بانکي محدودیتونه مو پای‌ته ورسوئ

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «د دغو ستونزو لویه برخه د پاکستان له ناسم سیاسته سرچینه اخلي. اسلامي امارت تل د هېواد پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی، او پاکستان هم باید د مداخلې او فشار له پالیسۍ لاس واخلي او پر ځای یې د متقابل درناوي او هر اړخیزې همکارۍ لاره خپله کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «موږ تل دا غږ پورته کړی چې دا ظلمونه او بریدونه ودرېږي، خو زموږ غږ نه اورېدل کېږي. دا یوازې خبرې نه دي، بلکې زموږ د خلکو چیغه ده. موږ د خپل وطن د خلکو امنیت غواړو، خو تر اوسه ورته لازم پام نه دی شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د اورمچي له ناستې وروسته، ټاکل شوې وه د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د دوام لپاره د دې ناستې بل پړاو هم ترسره شي، خو تر اوسه د دویم پړاو د ترسره کېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *