د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو پنځه کاله وروسته، افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې لا هم د نړیوال رسمي رسمیت پېژندنې په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دی، خو په سیمهییزه کچه یې له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، پانګونې او امنیت په برخو کې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
د الجزیرې تازه راپور ښيي چې کابل په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، خپلې بهرنۍ اړیکې د عملي تعاملاتو او ګډو اقتصادي او امنیتي ګټو پر بنسټ پراخې کړي؛ هغه تګلاره چې له ځینو هېوادونو سره د سیاسي اختلافونو له دوام سربېره یې افغانستان په سیمهییزو معادلاتو کې د پام وړ ځای ته رسولی دی.
د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې کابل اوس له څه باندې ۴۰ ډیپلوماټیکو استازولیو، چې سفارتونه او قونسلګرۍ هم پکې شاملې دي تعامل لري او لسګونه بهرنۍ استازولۍ او سازمانونه په افغانستان کې فعالیت لري. دا بهیر ښيي چې د نړیوالې رسیمت پېژندنې پراخ نشتوالی له افغانستان سره د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پرې کېدو په معنا نه دی.
چین؛ یو مهم اقتصادي ملګری
د سیمهییزو قدرتونو په منځ کې، چین د افغانستان په اړیکو کې ځانګړی ځای لري. بېجینګ په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت، پانګونې او کانونو د استخراج په برخو کې همکاري روانه ده.
د دغو همکاریو یوه مهمه بېلګه د لوګر د مس عینک پروژه ده چې یوه چینايي شرکت د ۲۰۰۸ کال د تړون له مخې، پکې د شاوخوا ۳.۴ میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی و.
الجزیرې همداراز یادونه کړې چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د چین ولسمشر شي جین پینګ د اسلامي امارت له لوري د معرفي شوي سفیر باورلیک ومانه؛ هغه اقدام چې که څه هم د رسمي رسمیت پېژندنې په معنا نه دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیک تعامل د لوړې کچې نښه بلل کېږي.
د افغانستان د سوداګریزو لارو بدلون
د افغانستان په اقتصادي سیاست کې یو له مهمو بدلونونو څخه د سوداګریزو لارو د اوښتون او پر یوې ځانګړې لارې د بسیاینې کمولو هڅه ده.
په وروستیو کلونو کې ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې زیات اهمیت پیدا کړی دی. دا موضوع په ځانګړې توګه د کابل او اسلاماباد د پېچلو اړیکو په شرایطو کې لا ډېره مهمه شوې ده.
ازبکستان په ۲۰۲۶ کال کې له افغانستان سره د شاوخوا ۵۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي او په ورته وخت کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه رېل پټلۍ د جوړولو طرحه هم تعقیبېږي؛ هغه لاره چې د عملي کېدو په صورت کې کولی شي د منځنۍ اسیا په وچه کې ایسار هېوادونه د افغانستان له لارې له ازادو اوبو او عربي سمندر سره ونښلوي.
دغه بدلونونه ښيي چې افغانستان یوازې یو لګښتي بازار یا په وچه کې ایسار هېواد نه دی؛ بلکې جغرافیایي موقعیت یې کولی شي ازادو اوبو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.
پاکستان؛ له همکارۍ او تر اختلافونو
دا مهال د بل هر وخت پرتله، د افغانستان او پاکستان اړیکې یو جلا پړاو ته ننوتي دي. الجزیرې د دواړو هېوادونو اړیکې د سیمې له تر ټولو پېچلو اړیکو څخه بللې دي. پاکستان واک ته د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د امنیتي او سرحدي مسایلو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر له افغانستان سره شخړې لري.
اسلاماباد افغانستان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې؛ هغه تور چې کابل تل رد کړی دی.
په داسې شرایطو کې افغانستان هڅه کړې چې پر پاکستاني بندرونو او سوداګریزو لارو خپله اتکا راکمه او د ایران او منځنۍ اسیا له لارې نور انتخابونه پراخ کړي.
منځنۍ اسیا؛ اقتصادي او امنیتي ارزښت
د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره افغانستان یوازې یوه امنیتي موضوع نه ده. دغو هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمهییز اتصال لپاره هم د افغانستان له ظرفیت څخه استفاده وکړي.
له یوې خوا د داعش خراسان د فعالیتونو او د منځنۍ اسیا د سویلي پولو د امنیت په اړه اندېښنو له کابل سره د امنیتي همکاریو لپاره انګېزه رامنځته کړې او له بلې خوا، د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او خلیج ترمنځ په سوداګریزو لارو کې د افغانستان موقعیت د دغه هېواد اقتصادي اهمیت زیات کړی دی.
د امنیتي چارو کارپوه عبدالجلیل امیني الجزیرې ته ویلي چې د داعش خراسان په اړه اندېښنه له هغو مهمو عواملو څخه ده چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه له کابل سره همکاریو ته هڅوي. د هغه په وینا، دغه هېوادونه باور لري چې د افغانستان حکومت د ګډو پولو د کنټرول او د ثبات او امنیت د یوې کچې د ساتلو وړتیا لري.
ټاپي او چابهار؛ د سیمهییز اتصال دوه مهمې لارې
ترکمنستان هم د ټاپي ګاز نللیکې پروژې له لارې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو له مهمو لارو څخه ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، د دې پروژې د افغانستان برخه شاوخوا ۷۳۵ کیلومټره اوږدوالی لري خو ټوله پروژه لا هم له سیمهییزو خنډونو او ترینګلتیاوو سره مخ ده او د هند او پاکستان اختلافات، همداراز د افغانستان او پاکستان ترینګلتیاوې، پر دې پروژه اغېز لري.
د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران چابهار بندر هم د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې په توګه اهمیت لري. تهران هڅه کوي له دې بندر څخه د افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره استفاده وکړي.
هند او ایران؛ د سیمهییزو سیالیو پر وړاندې توازن
هند هم په تدریجي ډول له کابل سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي. نوی ډیلی له یوې خوا له افغانستان سره د خپلو اقتصادي ګټو او اړیکو د ساتلو هڅه کوي او له بلې خوا غواړي د سیمهییزو معادلو په برخه کې د پاکستان او چین د نفوذ پر وړاندې خپل ځای وساتي.
په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي الجزیرې ته ویلي چې له سیمهییزو قدرتونو سره د کابل سیاست عملي دی او هڅه کوي د افغانستان د ګټو ساتنې لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره متوازنې اړیکې وساتي.
دغه تګلاره له چین، ایران، هند، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو او د خلیج له عربي هېوادونو سره د کابل په اړیکو کې لیدل کېږي؛ هغه هېوادونه چې هر یو په افغانستان کې بېلابېلې ګټې او ګډ نظر لري: دوی نه غواړي افغانستان یو ځل بیا په سیمه کې د سیاسي او امنیتي تشې په توګه بدل شي.
لوېدیځ؛ له سیاسي رسمیت پېژندنې پرته امنیتي تعامل
له بلې خوا، لوېدیځ هېوادونه لا هم له کابل سره خپلې اړیکې تر ډېره د امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، کډوالۍ او بشري مرستو په برخو کې ساتلې دي.
خو دا تعامل له سیاسي رسمیت پېژندنې سره توپیر لري. الجزیرې راپور ورکړی چې د ښځو د حقونو او د حکومتولۍ اړوند مسایل لا هم د نړیوالې ټولنې د یوې لویې برخې له لوري د افغانستان د حکومت د رسمي رسمیت پېژندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.
سره له دې، د کابل او لوېدیځ هېوادونو ترمنځ اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې. د سټراټیژیکو اړیکو د کارپوه نجیبالکوزي په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او کابل اړیکې نه دي درېدلې، بلکې تر ډېره امنیتي او استخباراتي برخو ته محدودې شوې دي.
افغانستان؛ له انزوا تر عملي تعامله پورې
له دغو بدلونونو څخه څرګندېږي چې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو بڼه بدله شوې ده.
که د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو وروسته په لومړیو کلونو کې د کابل لپاره اصلي موضوع د سیاسي انزوا ماتول وو، اوس د افغانستان د بهرنیو اړیکو مهمه برخه د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، پانګونې او امنیت پر بنسټ ولاړه ده.
دا بدلون د افغانستان د سیاسي انزوا د بشپړ پای په معنا نه دی؛ خو ښيي چې په سیمه کې له کابل سره تعامل په ډېرو پلازمېنو کې نور یوازې یو سیاسي انتخاب نه دی، بلکې د هېوادونو له اقتصادي او امنیتي ګټو سره تړاو لري.
چین د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو د ټینګښت په لټه کې دی؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه سوداګریزو لارو او د پولو ثبات ته اړتیا لري؛ ایران د چابهار او سیمهییزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي؛ هند خپلې اقتصادي او جیوپولیټیکې ګټې تعقیبوي، روسیه او د سیمې نور هېوادونه د امنیت او وسلهوالو ډلو د ګواښونو مهارلو ته پام اړولی.
په داسې شرایطو کې افغانستان هڅه کوي له خپل جغرافیایي موقعیت څخه په استفاده او له بېلابېلو قدرتونو سره د هممهاله اړیکو په جوړولو، د اقتصادي او سیمهییزې همکارۍ لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.
په دې توګه، هغه انځور چې الجزیرې له افغانستانه وړاندې کړی، د داسې هېواد انځور دی چې که څه هم لا هم په نړیواله کچه له ننګونو سره مخ دی، خو په ورته وخت کې هڅه کوي خپل جغرافیایي موقعیت، اقتصادي ظرفیتونه او امنیتي اهمیت د سیمهییزو تعاملاتو د پراختیا لپاره په وسیلو بدل کړي.
د راتلونکي مسیر به خو په دې پورې تړلی وي چې دغه اړیکې تر کومې کچې له سیاسي تماسونو او لومړنیو هوکړو څخه واوړي او د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې په دوامدارو پروژو بدلې شي. په دې صورت کې افغانستان کولی شي له یوه په وچه کې ایسار هېواد څخه د منځنۍ اسیا د سوېلي اسیا او ازادو اوبو سره د نښلولو په یوه مهمه کړۍ بدل شي.
