د تهران او واشنګټن ترمنځ د هرمز تنګي پر سر کړکېچ یو ځل بیا نوي پړاو ته ننوتلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کارولینا ایالت په یوه ټاکنیزه غونډه کې د ایران او هرمز تنګي په اړه بیا جنجالي څرګندونې کړې دي.
«زه اوس هرمز تنګی د امریکا قلمرو اعلانوم. ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي؛ که داسې وشي، بدې پېښې به وشي».
ټرمپ له پوځي فشارونو څخه اقتصادي فشارونو ته اوښتل د امریکا سټراټیژیکه پرېکړه بللې او ټینګار یې کړی چې اقتصادي فشارونه د پوځي انتخابونو د پای ته رسېدو په معنا نه دي بللي.
بلخوا، بیا ایران د هرمز تنګي له لارې د بشپړ امنیت او عادي سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته عادي کېدو لپاره د امریکا د سمندري محاصرې، ناقانونه اقداماتو، لاسوهنو او ګواښونو پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا نوي بندیزونه «له اقتصادي جګړې ډېر پراخ» بللي او ویلي یې دي چې واشنګټن هڅه کوي پر نورو هېوادونو خپل حاکمیت ومني.
«دا اقدام د ایران پر وړاندې د اقتصادي جګړې له دوام څخه ډېر پراخ دی او د ملګرو ملتونو د خپلواکو غړو دولتونو پر وړاندې د امریکا د فراسرحدي حاکمیت د تحمیل هڅه ده. هېڅ دولت حق نه لري چې د نورو هېوادونو بانکونه، اقتصادي بنسټونه یا هوايي ډګرونه، چې د هغوی د ملي حاکمیت تر صلاحیت لاندې دي، اړ کړي چې له درېیم هېواد سره مشروع سوداګري بنده کړي».
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا نوې اقتصادي فشارونه ناکامېدونکي بللي دي.
عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ۱۴ کاله وړاندې د ایران پر وړاندې «په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» ولګول شول، خو ناکام شول. هغه ویلي چې اته کاله وړاندې د اعظمي فشار تګلاره هم ناکامه شوه او پنځه میاشتې وړاندې د ایران د بېقیدوشرطه تسلیمۍ غوښتنه هم بېپایلې شوه.
«په تاریخ کې تر ټولو سخت اقتصادي عملیات» به هم ناکام شي.موږ دا فلم مخکې هم لیدلی دی؛ هماغه پخوانۍ کیسه ده».
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ په بازار کې ځانګړی ځای لري.
د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ له زیاتېدو سره، د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ او امنیت موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له مهمو ټکو څخه ده چې تهران یې بېرته نه عادي د محاصره او د خنډونو منځته کول بولي.
