د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برټران، افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر راپور په خپرولو سره ویلي، چې وروستیو کلونو کې د دغه هېواد امنیت ښه شوی دی.
په دې راپور کې د څو اړخیزو همغږیو په برخه کې د مهم چوکاټ په توګه د یوناما د ماموریت پر دوام، تمدید او ساتلو ټینګار شوی دی. برټران د دې راپور په یوه بله برخه کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه ډلې کولی شي د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ واوسي؛ هغه ادعا چې د اسلامي امارت له لوري په وار وار رد شوې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره خوندي او هېچاته ګواښ نشته.
ژیل برټران په دې راپور کې زیاته کړې: «په شویو بحثونو کې، د افغانستان او سیمې عمومي امنیتي وضعیت وڅېړل شو. د افغانستان دننه ډېرو لویو سره خبرې وشوې، ټولو ټینګار کاوه، چې وروستیو کلونو کې عامه نظم ښه شوی دی.»
په دې راپور کې د اروپایي ټولنې استازي، له اسلامي امارت او پاکستاني لوري غوښتي د زغم په ښودلو سره، تاوتریخوالی راکم کړي. هغه همداراز د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او د تاوتریخوالي کمېدو په اړه یې د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په راپور کې وړاندې ویلي: «د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د تاوتریخوالي کمولو او زغم پر اهمیت او همداراز د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ. اروپايي ټولنه له دواړو هېوادونو غواړي چې د امنیتي اندېښنو په اړه له سره خبرې اترې پیل کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې له افغانستان سره د یوه رسمي ډیپلوماټیک مسیر رامنځته کول، کولی شي دا هېواد له انزوا وباسي او د اقتصادي ودې ترڅنګ، د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. هغوی همداراز د هېواد په راتلونکي کې د اروپايي ټولنې رول مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ په دې اړه زیاتوي: «که اروپایي ټولنه وکولای شي له افغانستان سره یو رسمي او ډیپلوماټیک مسیر رامنځته کړي، څو هېواد له سیاسي انزوا را ووځي او د افغانانو لپاره د کارموندنې او اقتصاد په برخو کې مرسته وشي، دا موضوع کولی شي د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمه وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی معینګل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «تر اوسه د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ناستو کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې. له همدې امله ویل کېږي چې پاکستان د دغو خبرو اترو بریا ته لېواله نه دی، ځکه هر هغه لوری چې په رښتینې ډول د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتونکی وي، بېل دریځ او لیدلوری لري.»
د سیاسي چارو بل شنونکی روحالله هوتک بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړی دی. نړیواله ټولنه هم مکلفه ده چې د فشار پر ځای د افغانستان پر وړاندې د خبرو او تعامل لاره غوره کړي او د ترکیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو په حضور کې د ډیالوګ زمینه برابره کړي. د سیاسي تاوتریخوالي پر ځای عملي همکارۍ کولی شي د افغانستان او د سیمې د خلکو اړتیاوو ته ښه ځواب ووایي.»
د ویلو ده، چې دا افغانستان ته د ژیل برټران د سفر درېیم پړاو دی. هغه تېر کال کابل ته هم راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیدنو کې تر ډېره پر امنیتي وضعیت، بشرپاله مرستو او د نړۍوالو بنسټونو د فعالیتونو پر همغږۍ خبرې کړې وې.
