پزشکیان له امریکا سره د شنډې سولې او جګړې د وضعیت پای غوښتی

پزشکیان له امریکا سره د شنډې سولې او جګړې د وضعیت پای غوښتی

 

 

د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو په لړ کې، دا ځل د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان متحده ایالتونو سره د «نه جګړې او نه سولې» وضعیت د پا‌ی‌ته رسولو پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد پخوانی مشر سید علي خامنه‌یي د همدې تګلارې غوښتونکی و.

د ایران ولسمشر د ډاکټرانو ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال په ډاګه کړې، چې دې موخې ته د رسېدو په پار باید د «تدبیر، مصلحت، حکمت او عزت» پر بنسټ پرېکړه وشي‎ او ټینګار یې کړی، چې دا باید د دښمن پر وړاندې د شاتګ او سرټیټۍ په مانا نه وي، بلکې د منطق پر بنسټ خپلې ستونزو هوارې کړو.

په ورته وخت کې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي، د امریکا وروستيو اقتصادي بنډیزونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ د «اقتصادي جګړې» په نوم نوې لوبه پیل کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دې لوبې د دوام په صورت کې به له هرمز تنګي او د فارس خلیج له نورو لارو د تېلو وتلو اجازه ورنه کړي.‎

دغه ایراني چارواکي همداراز ویلي، چې د ټرمپ «حماقت» نړۍ د اټومي بم د ترلاسه کولو پر لور سوق کړې او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د اټومي امنیت پر ځای اټومي ناامني رامنځته کړې ده.

د ایراني چارواکو له دې څرګندونو سره هم‌مهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر خپله سوشال ټروث شبکه کې د یوې نقشې په خپرولو سره، هرمز تنګی د «امریکا نوی قلمرو» اعلان کړی دی.

مطالب بیشتر:  جیسوال: دموکراسي د پاکستان له اوسني وضعیت سره سمون نه لري

خو د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هرمز تنګی به پرانیستل نشي او په خبره یې، تهران له مسقط سره د «منځني مسیر» په اړه هوکړې ته رسېدلی دی. محسن رضایي خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي په سویلي مسیر کې به د امریکایي لوري هر ډول حرکت په نښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *