بلوچستان یو ځل بیا د پاکستان لپاره د پېچلو امنیتي ناورینونو په مرکز بدل شوی دی. په دې سیمه کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو بریدونه زیات شوي او ورسره جوخت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) فعالیتونه هم پراخ شوي دي، چې له امله یې اسلاماباد له څو اړخیزې جګړې سره ښکېل شوی دی.
په وروستۍ پېښه کې بلوچ بېلتون غوښتونکو ادعا کړې چې په مستونګ کې یې د پوځ پر یوه کاروان برید کړی او له ۴۵ ډېر پاکستاني سرتېري یې وژلي دي؛ خو دغه ادعا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.
په تېرو اوونیو کې بلوچستان د پرلهپسې امنیتي پېښو شاهد و. پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، وروسته له هغې چې په بنو کې پر یوې پولیسې پوستې برید وشو، پاکستاني جنګي الوتکو په نرمهخېل او بکهخېل سیمو کې د وسلهوالو مرکزونه په نښه کړل. د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر په مشرۍ ډلې منلی دی.
شنونکي اوسنی ناورین له پخوانیو کلونو سره یوازې د بریدونو د شمېر له پلوه بېل نه، بلکې د جګړې د جغرافیې له اړخه هم بېل ګڼي. پخوا ډېری نښتې د بلوچستان سوېلي بلوچ مېشتو سیمو پورې محدودې وې، خو اوس ناامني د دې ایالت شمالي پښتون مېشتو سیمو ته هم غځېدلې ده.
د بلوچ ازادۍ غورځنګ ترڅنګ، د پاکستاني طالبانو تحریک هم په دې سیمه کې پر یو فعال لوبغاړي بدل شوی، چې ښيي اسلاماباد نور یوازې له یوه سیمهییز بغاوت سره نه، بلکې له څو امنیتي ګواښونو سره غبرګه مبارزه کوي.
سره له دې چې بلوچستان د پاکستان شاوخوا شپږ سلنه نفوس لري، د دغه هېواد د خاورې نږدې ۴۴ سلنه برخه جوړوي. پراخه جغرافیه، له افغانستان او ایران سره اوږدې پولې او عربي سمندرګي ته لاسرسی، د دغه ایالت امنیت د پاکستان لپاره له سختو پوځي ننګونو سره مخ کړی دی.
په وروستیو اوونیو کې د بلوچ ازادۍ غوښتونکي غورځنګ د څو ساعتونو لپاره د چاغي ښار د کنټرول ادعا کړې وه. دغه ښار د سترو کانیزو پروژو له امله ستراتیژیک اهمیت لري. وسلهوالو د پولیسو پر یوه مرکز او د ریکو ډېک د مسو او سرو زرو پر کانونو بریدونه کړي وو، چې د راپورونو له مخې پکې د ترکیې د یوه وګړي په ګډون څو کسان وژل شوي دي.
نوشکي، خاران، واشوک او مستونګ هم په دې وروستیو کې د پوځي کاروانونو او امنیتي مرکزونو د بریدونو شاهدان وو. که څه هم دواړه لوري د تلفاتو بېلابېل شمېرې خپروي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه د دغو شمېرو تایید نه دی کړی.
له بلې خوا، د پاکستاني طالبانو بریدونه هم په پښتون مېشتو سیمو کې زیات شوي دي. په زیارت سیمه کې د پولیسو لسګونه کسان له څو ورځنۍ محاصرې وروسته وژل شوي، چې له امله یې پراخ اعتراضونه راپورته شول.
کارپوهان وایي، د بلوچستان ناورین یوازې امنیتي موضوع نه ده، بلکې د لسیزو محرومیت، کمزوری پرمختګ، د طبیعي سرچینو پر سر اختلافات، د ورکو شویو کسانو قضیې او لویې اقتصادي پروژې هغه عوامل دي چې دغه کړکېچ یې رامنځته کړی دی.
بلوچستان یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د سیمې له پلوه هم مهم دی. دغه ایالت د ګوادر بندر او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز مهمه برخه ده، چې د هند سمندر ته د افغانستان او ایران د نږدېوالي له کبله د اسیا د جیوپولیټیکو سیالیو په برخه کې ځانګړی ځای لري.
شنونکي وايي، د بلوچ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو د فعالیتونو هممهاله پراختیا، سیمهییزې سیالۍ او اقتصادي ستونزې ښايي د بلوچستان بحران نور هم ژور کړي. د دوی په باور، که د دې ستونزې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ریښې حل نه شي، په دغه ایالت کې د ثبات راتګ به لا هم له ستونزو سره مخ وي.
