امریکا له ناهیلۍ او ناکامۍ سره مخ شوه

امریکا له ناهیلۍ او ناکامۍ سره مخ شوه

له «آفاق» سره د ۲۹/۳/۱۴۰۵ نېټې په دې «سپېس ایکس» خپرونه کې، کوربه یوسف‌خان لالي د سیاسي چارو له شنونکو سعید خوستي، جاوید مومند او نجیب‌الله جامي سره د منځني ختیځ په وروستیو کړکېچونو باندې بحث کړی دی.

د بحث اساسي پوښتنې:
ایا د امریکا ځواک په سیمه کې پای ته رسېدلی؟ همداراز، ولې د ټرمپ ادارې ونه توانېده چې د ایران حکومت نسکور کړي؟

د خپرونې لومړۍ برخه:
په لومړۍ برخه کې، سعید خوستي د منځني ختیځ د جګړو په تړاو وویل: «له هغه وخته چې د اسراییلو هېواد په سیمه کې رامنځته شوی، تر اوسه پورې لوېدیځ په هر ډګر کې ترې ملاتړ کړی دی.» نوموړي زیاته کړه: «اسراییل په سیمه کې یو بې‌حیثیته هېواد دی او له د امریکا له ملاتړه پرته هېڅ نه شي کولای.» هغه ټینګار وکړ: «په نړیواله کچه چې هر ډول وحشتونه ترسره شوي، تر څنګ یې د لوېدیځو هېوادونو بشپړ ملاتړ موجود و.»

خوستي وویل: «د امریکا ملاتړ یوازې اقتصادي نه دی، بلکې مذهبي اړخ هم لري، ځکه په واشنګټن کې د یهودانو ځواکمنې ډلې شتون لري او هڅه کوي په سیمه کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.» هغه ادعا وکړه: «که امریکا د اسراییلو ملاتړ ونه کړي، د دغه هېواد استخباراتي کړۍ د امریکا ولسمشرانو ته ګواښونه کوي، آن دا چې یو ولسمشر یې وژلی، ځکه چې د هغوی له سیاستونو سره مخالف و.»

د خپرونې دوهمه برخه:
په دوهمه برخه کې، جاوید مومند د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په اړه وویل: «د واشنګټن یوازینۍ موخه د ایران اټومي پروګرام له منځه وړل نه و، بلکې اصلي هدف یې په سیمه کې د خپل نفوذ پیاوړتیا او د چین او روسیې د نفوذ کنټرول و.»

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت مخ پر ودې ډیپلوماسي؛ آلمان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو پیلېدل

هغه زیاته کړه: «په امریکا کې د ټرمپ پر سیاستونو داخلي نیوکې د پالیسۍ د اختلاف معنا نه لري، بلکې په ټوله کې د دوی ستراتیژي یوه ده.» مومند وویل: «کله چې اسراییل په ۱۹۴۸ کال کې رامنځته شو، د امریکا او بریتټانیا هدف دا و چې په سیمه کې ترې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.»

نوموړي ټینګار وکړ: «ټرمپ یوازېنی تصمیم‌نیونکی نه دی؛ د هغه واک محدود دی، ځکه کانګرس او ډیموکراټان هم د جګړې او سولې په پرېکړو کې صلاحیت لري.» هغه زیاته کړه: «پر ایران د امریکا هڅې بریالۍ نه شوې او له سترې ماتې سره مخ شوې، ځکه ایران له محتاط او پیاوړي سیاست څخه کار واخیست.»

مومند وویل: «هغه تمه چې واشنګټن درلوده، یعنې په ایران کې به د حکومت پر ضد پاڅون وشي، هم ناکامه شوه او د ایران ولس د خپل حکومت ترڅنګ ودرېد.»

د خپرونې وروستۍ برخه:
په وروستۍ برخه کې، نجیب‌الله جامي وویل: «امریکا له شاوخوا ۲۵۰ کلونو راهیسې دولتي جوړښت لري او هېڅکله په کورنیو جګړو کې نه ده ښکېله شوې.» هغه زیاته کړه: «تمه نه کېدله چې ایران به د امریکا پر وړاندې دومره مقاومت وکړي، خو د تمې خلاف تهران بشپړ مقاومت وکړ.»

جامي څرګنده کړه: «د امریکا او ایران ترمنځ شخړه ډېر پېچلي اړخونه لري، چې سیاسي، اقتصادي، جیوپولیټیک او ستراتیژیک ابعاد پکې شامل دي.» هغه وویل: «اسراییل هڅه کوي په سوریه او لبنان کې خپل نفوذ پراخ کړي، خو دا کار ورته سخت او آن ناممکن ښکاري.»

پایله:
درې واړه شنونکي دې پایلې ته ورسېدل چې: «امریکا دا مهال په سیمه کې تر ډېره د اسراییلو تر اغېز لاندې ده او د ژورو مذهبي اړیکو له امله ورسره نږدې همکاري لري.»

مطالب بیشتر:  د پاکستاني چارواکو متناقضې څرګندونې؛ له اعتراف تر انکاره!

همداراز ویل کېږي: «ډونالډ ټرمپ پر خپلو پالیسیو بشپړ واک نه لري، ځکه مهمې پرېکړې د امریکا کانګرس او سیاسي جوړښتونه کوي.» د شنونکو په وینا: «امریکا په ایران کې خپلو موخو ته ونه رسېده او له ناکامۍ سره مخ شوه.»

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *