له «آفاق» سره د ۲۴/ ۳/ ۱۴۰۵ نېټې په دې ځانګړې خپرونه کې، کوربه یوسفخان لالي د سیاسي چارو له شنونکي قاري سعید خوستي سره د پاکستان د پوځي رژیم د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه بحث وکړ.
د بحث اساسي پوښتنې: پاکستاني پوځي رژیم یو ځل بیا څنګه جرات وکړ چې بریدونه وکړي؟ پاکستان د دغو بریدونو په ترسره کولو سره د څه په لټه کې دی؟
د خپرونې لومړۍ برخه:
سعید خوستي پاکستان ته په اشارې سره وویل چې له افغانستان سره د یاد هېواد ستونزې ډېرې پخوانۍ دي او کله چې یاد هېواد په سیمه کې رامنځته شوی، دا ستونزې تر نن پورې دوام لري. خوستی زیاتوي، تر هغه چې اساسي مسایل لکه د ډیورنډ فرضي کرښه، د اوبو او زیربناوو موضوعات حل نه شي، دا ډول کړکېچونه به دوام ولري. د نوموړي په وینا، په تېر جمهوریت کې یو مرکزي او حاکم نظام نه و چې د پاکستان پر وړاندې ودرېږي، ځکه چې هغوی د پاکستان د ګټو لپاره کار کاوه؛ خو اوسمهال اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې پاکستان ته ثابته کړې چې افغانانو ته په کږه سترګه څوک نه شي کتلای، ځکه دا نظام ملي ګټو ته ژمن دی.
خوستی وايي، پاکستان غواړي اوسنی نظام بېثباته کړي، ځکه چې دا نظام د دوی د ګټو لپاره کار نه کوي او له اسلامي امارت څخه داسې غوښتنې کوي چې د نړۍ له هېڅ قانون سره سمون نه خوري او په ټوله کې غیرمعقولې دي. د هغه په خبره، پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان د ناامنیو له امله داسې ذهنیت جوړ کړی چې د افغانستان پر داخلي او بهرني سیاست باندې پاکستان حاکمیت ولري او د دوی د ګټو خلاف کار ونه کړي. سعید ټینګار کوي که پاکستان همدې پالیسۍ ته دوام ورکړي، له غټ زیان سره به مخ شي، ځکه د افغانانو زغم پای ته رسېدلی او دا د افغانستان مشروع حق دی چې پر پاکستان غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړي.
د خپرونې دویمه برخه:
خوستی وویل چې پاکستان په افغانستان کې د «ټيټيپي» په نامه بریدونه کوي، خو په اصل کې ملکي وګړي په نښه کوي. نوموړی زیاتوي چې دوی په خپل کور دننه هم ورته خونړي بریدونه (لکه په خیبر پښتونخوا او کشمیر کې) ترسره کوي، نو پر افغانانو دا بریدونه ورته عادي ښکاري، ځکه دوی خپل ولس ته ژمن نه دي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان دا بریدونه د امریکا د یوې پروژې په توګه ترسره کوي؛ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له ټرمپ سره تړون لاسلیک کړی چې پر اسلامي امارت فشار زیات کړي، ترڅو د کابل هوايي بګرام واشنګټن ته ورکړي او په سیمه کې بېثباتي رامنځته کړي.
خوستی ټینګار کوي چې موږ په داسې جغرافیه کې ژوند کوو چې شاوخوا ټول دښمنان دي، نو باید د هېواد د دفاع لپاره بشپړ نظامي چمتووالی ولرو او په ټیکنالوژیکي برخه کې ځان د نړۍ له معیارونو سره برابر کړو، ترڅو د دښمنانو پر وړاندې بریالي شو.
د خپرونې وروستۍ برخه:
د امریکا او اسراییلو لخوا پر ایران د بریدونو په اړه خوستي وویل چې واشنګټن او تلابیب یو شیطاني اتحاد دی چې تل په سیمه کې د بېثباتۍ په لټه کې دي. نوموړی وايي چې د ایران دا مشروع حق دی چې له خپل هېواد او ملي ګټو څخه دفاع وکړي او موږ هم له ایران څخه دفاع کوو.
پایله:
د خوستي د شننې له مخې، پاکستان نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په خپل هېواد کې هم پر عام ولس پوځي عملیات ترسره کوي، چې په اصل کې د امریکا یو سټراتیژیک پلان دی ترڅو سیمه له ناورین سره مخ کړي. همداراز ویل شوي چې امریکا او اسراییل په منځني ختیځ کې تل دوهګونې لوبې ترسره کوي.
