ایران کې د نظام بدلون طرحه؛ له شرموونکې ماتې د ملي یووالي تر ټینګښت

ایران کې د نظام بدلون طرحه؛ له شرموونکې ماتې د ملي یووالي تر ټینګښت

د لوېدیځې آسیا د چارو پخوانی شنونکي او د «میډل ایسټ آی» مشر ډیویډ هرسټ، په یوه تحلیلي لیکنه کې د امریکا ـ صهیونیستي محور له لوري د ایران پر ضد د وروستیو پېښو په اړه لیکلي چې د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ، د ایران پر وړاندې کړکېچ کې له سختو ننګونو سره مخ شوی او په خبره یې، هره لاره چې غوره کړي، خطرونه به یې لا زیات او بوږنوونکي وي.

هرسټ د خپلې لیکنې په پیل کې، سیمه کې د امریکایي ځواکونو ځای پر ځای کېدو ته په اشارې ټینګار کړی چې که امریکایي سمندري ځواکونه د هرمز تنګي اړوند ایراني ټاپوګانو کې ښکته شي، نو په ډېرې آسانۍ به د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو ښکار شي؛ داسې عملیات چې کېدای شي د ټرمپ لپاره په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د ګالیپولي جګړې په څېر د یوه ستر ناورین تکرار واوسي. هغه جګړه چې د عثماني امپراتورۍ او د متحدینو ترمنځ د داردانل تنګي د کنټرول لپاره رامنځته شوه او د متحدینو په سختې ماتې سره پای ته ورسېده.

ایران کې د نظام نسکورولو هغه طرحه چې د ځان په زیان بدله شوه

د دې تحلیل لیکوال د امریکا او اسراییلو له لوري د « حماسی غوسې» په نوم عملیاتو ته په اشارې، ایران کې د نظام نسکورولو لپاره د درې پړاوه پلان جزیات بیان کړي. د هرسټ د تحلیل له مخې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د موساد رییس ډیویډ بارنیا، د فبرورۍ په ۱۱مه د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ډونالډ ټرمپ ایران سره بشپړې جګړې ته وهڅاوه؛ د دوی طرحې درې پړاوه درلودل، خو اوس یې درې واړه له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

مطالب بیشتر:  نشنل اېنټرسټ مجله: جګړه د ټرمپ ملګرو د جېبونو ډکولو لپاره پلمه ده

په دې مقاله کې راغلي، چې د دې طرحې لومړی پړاو د بېلتون‌پالو کردي وسله‌والو له خوا ځمکنی برید و، چې د ایران د کردانو، بغداد او انقرې د څرګند مخالفت له امله ناکام شو. دویم پړاو د ایران د امنیتي ځواکونو پر اډو بریدونه وو، څو له دې لارې کورنۍ ګډوډۍ او د خلکو پاڅون ته زمینه برابره کړي، خو دا کار هم ونشو او برعکس د ایران خلک د خپل نظام تر شا کلک ورېدل او وروستی پړاو دا چې د رهبرۍ په له منځه وړلو سره به، بدیل مشرتابه راولي، خو په دې طرحه کې هم مطلق ناکام شول.

ډیویډ هرسټ په خپله لیکنه کې په ډاګه کړې، چې دا طرحه نه یوازې په ایران کې او نړۍ کې له سختو مخالفتونو سره مخامخ، بلکې په امریکا کې دننه یې هم پراخ مخالفتونه راوپارول؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا بې‌مانا وبلله او د سي‌آی‌اې مشر جان راتکلیف بیا دا طرحه یو «مسخره کار» وباله.

ایران کې د نظام بدلون پروژې ماتې او د ملي یووالي ټینګښت

دغه لوېدیځ شنونکی د امریکا او اسراییلو د بدلون پروژې د ناکامۍ په اړه لیکي چې د ترور او بریدونو له لارې د ایران د نظام نسکورول ناکام شول. هغه زیاتوي دا چې ټرمپ او نتانیاهو ادعا کوي، چې د ایران د خلکو ژغورلو لپاره راغلي، اوس په یوه ترخه ننداره او آن د خلکو لپاره په ټوکه بدله شوې ده. لیکوال په دې تحلیل کې د باخبره ایراني سرچینو په حواله لیکلي، چې که له جګړې وړاندې پر توغندیو «مرګ پر اسراییل» شعارونه لیکل کېدل، خو نن ټول ایرانیان دا شعارونه په خورا احساساتو بیانوي. د جګړې په لومړیو کې په میناب ښار کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید، چې په ترڅ کې یې ۱۶۸ کوچنۍ نجونې ووژل شوې، دې اقدام د امریکا او اسراییل پر وړاندې د ایران د عامه افکارو غوسه لا راوپاروله.

مطالب بیشتر:  پر لنډمهاله اوربند هوکړه؛ د تهران بریا او د واشنګټن تاریخي ماتې

پر هرمز تنګي د ایران ټینګه ولکه

هرسټ د خپل تحلیل په بله برخه کې ویلي، چې ایران په هرمز تنګي کې د اغېزناک حضور په ټینګښت سره، د فارس خلیج هېوادونو، په ځانګړي ډول سعودي عربستان، قطر، کوېټ، بحرین او متحده عربي امارتو هغه نازک اقتصادي ثبات ته زیان رسولی، کوم چې هغوی یې له کلونو راهیسې د سیمې له شخړو لرې ساتلي وو. هغه زیاته کړې، چې دا سمندري سیمه اوس تر بل هر وخت د ایران تر کنټرول او اغېز لاندې ده.

هرسټ ټینګار کوي چې د ایران اغېز تر ټولو ډېر په دوبۍ او ابوظبۍ کې محسوس شوی دی. هغه د ګولډمن ساکس او مالي بازارونو د شمېرو په حواله لیکي چې ایران د مارچ تر ۲۸ پورې د ۳۹۸ بالستیک توغندیو، ۱۸۷۲ بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۵ کروز توغندیو په کارولو سره پر متحده عربي اماراتو بریدونه کړي چې له امله یې د دغه هېواد د بورسونو په ارزښت کې څه باندې ۱۲۰ میلیارد ډالر کمښت راغلی او ۱۸ زره او ۴۰۰ الوتنې ځنډول شوې دي. د ګولډمن ساکس د معلوماتو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د تېر کال په پرتله د املاکو د راکړې ورکړې حجم هم ۳۷ سلنه کم شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *