وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو زیاتېدو، یو ځل بیا دا حیاتي سمندري لار د نړۍ له حساسو او مهمو موضوعاتو ګرځولې ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د دې سمندري لارې چارچاپېره د پوځي خوځښتونو، د بېړیو تګ راتګ او د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرداريو راپورونه ورکړل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې امریکایي ځواکونو ۷ کوچنۍ ایراني بېړۍ په نښه کړې دي؛ هغه ادعا چې د ایران له لوري رد شوه. له دې سره هممهاله، د امریکا مرکزي قومندانۍ ادعا کړې چې سوداګریزې او د دغه هېواد جنګي بېړۍ په بریالیتوب سره له هرمز تنګي تېرې شوې، خو تهران دا ادعا رد او ناسمه بللې ده.
د رسمي روایتونو په پرتله، په میدان کې وضعیت خورا پېچلی ښکاري. د ایران سمندري ځواک د امریکایي جنګي بېړیو پر لور د خبرداري توغندي توغولي دي. د ایران اسلامي انقلاب (سپاه پاسداران) هم خبرداری ورکړی، چې له هرمز تنګي هره تېرېدونکي بېړۍ به هدف وګرځوي.
په همدې حال، د یوې اماراتي د تېلو لېږدوونکې بېړۍ لګېدو، د یوې کوریایي باروړونکې بېړۍ پر وړاندې شکمن برید او د متحده عربي اماراتو په فجیره کې د نفتو په تاسیساتو کې د اورلګېدنې رامنځته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. که څه هم هېڅ لوري په مستقیم ډول د دغو پېښو مسوولیت نه دی منلی، خو دا پېښې ښیي چې هرمز تنګی د یوې پراخې شخړې رامنځته کېدو په درشل کې دی.
په داسې پېچلې فضا کې، د امریکا د ولسمشر ګواښوونکو څرګندونو د بحران شدت لا زیات کړی دی. ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره خبرو کې زیاته کړې: «د ازادۍ پروژه په فارس خلیج کې د لسګونه بندو بېړیو او د څه باندې ۲۰ زره عملې د مرستې لپاره پلې شوې ده او موخه یې بشریت ته خدمت دی. د ایران اسلامي جمهوریت دوه لارې لري: یا تړون ته رسېدل یا د پوځي عملیاتو بیا پیل.»
د ټرمپ د دې ګواښ په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي ویلي، چې د امریکا «د ازادۍ پروژه» په حقیقت کې د «بنبست پروژه» ده. عباس عراقچي پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې: «په هرمز تنګي کې بدلونونه ښیي، چې سیاسي بحران پوځي حل نه لري. په داسې حال کې چې د پاکستان په هڅو خبرې روانې دي، امریکا باید هوښیاره واوسي، څو یو ځل بیا د بدغوښتونکو له لوري په یوه بله کنده کې ایساره نه شي؛ متحده عربي امارت هم همداسې.»
له دې سره هممهاله، د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما، هم د واشنګټن پر تګلاره نیوکه کړې او د اوسني مسیر په اړه یې خبرداری ورکړی دی. باراک اوباما د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «بنیامین نتانیاهو زما د ولسمشرۍ پر مهال څو ځله د ایران پر وړاندې د یرغلیز دریځ، حتا د پوځي بریدونو غوښتنه کړې وه، خو ما د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړه. زه شک لرم چې د امریکا اوسنی پوځي اقدام دې د امریکا یا اسراییلو په ګټه تمام شي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي خبرداری ورکوي، چې که امریکا او اسراییل دې جګړې ته چې د سیمې او نړۍ په زیان ده، د پای ټکی کېنږدي، ښایي نور هېوادونه هم سره یو موټی او د امریکا د اقداماتو د مهار لپاره ګډ ګامونه اوچت کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ په اقتصادي برخه کې هم د امریکا په زیان تمام شوی دی. د راپورونو له مخې، د واشنګټن لپاره د دې جګړې لګښت تر دې دمه له ۷۰ میلیارده ډالرو اوښتی دی او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی. د جګړې د لګښتونو دوامداره زیاتوالی او د ترینګلتیاوو د پایته رسېدو لپاره د روښانه لیدلوري نشتون، د دې ښکارندویي کوي، چې امریکا یو ځل بیا له اوږدمهاله بحران سره د مخ کېدو په درشل کې ده.
