د افغان کډوالو بوږنوونکی وضعیت؛ جرمني یې هم د ایستلو لړۍ چټکوي

د افغان کډوالو بوږنوونکی وضعیت؛ جرمني یې هم د ایستلو لړۍ چټکوي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له دغه هېواده به د مجرمو افغان وګړو د ایستلو بهیر په دوامداره توګه دوام ولري. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ زیاته کړې، چې د ایستلو دا بهیر به هره اوونۍ ترسره کېږي او په خبره یې، په دې برخه کې د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکه کې دي.

الکساندر دوبرینټ په دې اړه زیاته کړې: «د ایستلو دا لړۍ به هره اوونۍ دوام ولري، موږ دا لړۍ په دوامداره توګه پر مخ وړو.»

په ورته وخت کې، د راپورونو او اړوندو بنسټونو د معلوماتو له مخې، دا مهال افغان کډوال په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې له جدي ستونزو او ننګونو سره مخامخ او دا چاره د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي.

اخوا بیا د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام کولی شي د بې‌وزلۍ، ټولنیزې بې‌ثباتۍ او د بېرته راستنېدونکو کورنیو ترمنځ د رواني او روحي ستونزو زیاتوالي لامل شي.

د کډوالو حقونو فعال علي‌رضا کریمي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا وضعیت کولی شي بې‌وزلي، ټولنیزه بې‌ثباتي، رواني او روحي ستونزې زیاتې کړي. سربېره پر دې، دا ډول تګلارې په ځینو اروپایي هېوادونو کې ښایي د ټولنیز یووالي د کمزورتیا او د کډوالۍ په پالیسۍ کې له انساني اصولو د واټن لامل شي.»

د ویلو ده، چې د څو لسیزو بې‌ثباتیو له امله، کډوالي د افغانستان لپاره په یوه لویه ټولنیزه معضله بدله شوې او د هېواد زیات شمېر وګړي د بېلابېلو ستونزو له امله اړ شوي، نورو هېوادونو ته کډه شي.

مطالب بیشتر:  کابل اسلام آباد ته: له کډوالو سره ناوړه چلند مو اړیکې لا ترینګلې کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *