د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد پر تګلارو د نیوکو دوام؛ اڅکزي افغانستان سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی

د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد پر تګلارو د نیوکو دوام؛ اڅکزي افغانستان سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی

د پاکستان حکومت د بهرنۍ پالیسۍ پر وړاندې د نیوکو په دوام، تازه د دغه هېواد د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د اسلام‌اباد بهرنۍ او اقتصادي پالیسي، د روان بحران اصلي لامل بللې او افغانستان سره یې د خبرو اترو د پیل پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه افغانستان د پاکستان یو له مهمو بازارونو بللی او زیاته کړې یې ده، چې سیاسي پرېکړو اقتصادي فرصتونه له منځه وړي دي. د اڅکزي په باور، د سوداګریزو لارو بندېدو په پښتون مېشتو او بلوچ مېشتو سیمو کې د بېکارۍ کچه په بې‌ساري ډول لوړه کړې ده.

محمود خان اڅکزي د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «افغانستان د پاکستان لوی بازار و. د ناسمو تګلارو له امله موږ دا بازار له لاسه ورکړ او زیان یې بزګرانو او سوداګرو ته ورسېد؛ زه وړاندیز کوم چې د ستونزو د حل لپاره دې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ غونډه وشي او ستر قدرتونه دې د تضمین کوونکو په توګه ګډون ولري.»

په ورته وخت، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ اړوند د فرضي کرښې په اوږدو کې پر ملکي سیمو خپلو بریدونه کړي، چې له امله یې د پراخو زیانونو ترڅنګ، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ ملګي وګړو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې پاکستاني پوځي رژیم په دې بریدونو کې استوګنیز کورونه، ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او جوماتونه په نښه او ویجاړ کړي دي.

خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، چې د پاکستان د حکومت د مخالفو څېرو دریځونه، تر هغو عملي بڼه نه لري، څو چې د پوځ رول او نفوذ په پام کې ونه نیسي. د دوی په باور، سیاسي جریانونه د فعالیت لپاره اړ دي، د واک له جوړښتونو سره همغږي ولري.

مطالب بیشتر:  پاکستان کې د ا.ا مخالفینو جوړېدونکې غونډه؛ استخباراتي لوبه که د ډيپلوماسۍ بریا؟

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «په پاکستان کې هر سیاسي جریان اړ دی چې خپله کرښه او برنامه د واک له جوړښته ترلاسه کړي، هغه جوړښت چې زموږ په اند کمزوری عمل کوي. د پاکستان د پوځ له ملاتړ پرته هېڅ سیاسي جریان آن یوه ورځ هم اغېزمن فعالیت نه شي کولی.»

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان یوه اغېزناکه سیاسي څېره، د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد پر تګلارو نیوکه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاسي جریانونو او بانفوذه څېرو د کابل پر وړاندې د اسلام‌اباد پر دښمنانه چلند نیوکې کړې وې. خو له دې ټولو سره سره، د پاکستان پوځ بیا هم د خبرو اترو پر ځای د جګړې او ترینګلتیا لار غوره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *