کابل؛ افاق خبري اژانس: د مصر پلازمېنه قاهره کې د تېلو لېږدوونکي ټانکر له چپه کېدو وروسته پراخ اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) رامنځته شوې او اورلګېدنې وروسته ۲۷ نورو موټرو، ته غځېدلې ده.
د مصر لویې څارنوالۍ ویلي، چې یو شمېر قربانیان د اورلګېدنې پر مهال په موټرو کې بند پاتې شوي او د تېښتې فرصت یې نه دی موندلی. همدارنګه د سوځېدلو قربانیانو د پېژندنې لپاره د DNA نمونو اخیستو امر هم شوی دی.
د مصر د روغتیا وزارت په وینا، د ژغورنې او روغتونونو ته د ټپیانو د لېږدولو په عملیاتو کې ۳۹ امبولانسونو برخه اخیستې ده.
